ګردېز (پژواک ۲۴ لړم ۹۸):د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې په لومړي ځل د شپېتو لوبغاړو په ګډون د «اېم، اېم اې» رزمي سیالۍ پیل شوې چې سبا به هم دوام وکړي.
د پکتيا د «اتلو لوبغاړو د سازمان» مشر فرهاد حضرت زاده، وايي چې په دې سياليو کې د پکتيا ولايت د مختلفو کلپونو ۶۰ لوبغاړو چې ځينو يې په نړيوالو ډګرونو کې هم سيالۍ کړي، برخه لري.
هغه وایي، دغه سیالۍ، د لوبغاړو د وړتیاوو لوړیدو په موخه تر سره شوې.
په دغه ولایت کې د رزمي لوبو استاد نور وهاب وایي، دغه سیالۍ د لوبغاړو په هڅو تر سره شوې.
دی له مسوولو چاروکیو غواړي چې د پکتیا لوبغاړو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د کېک بوکس استاد وکيل شاکر، دغه سیالۍ ښه اقدام بولي، وایي چې د ولسوالیو په کچه هم باید لوبغاړو ته د لوبو لپاره اړین امکانات برابر شي.
شاکر زیاتوي:"دا معلومه ده چې پکتيا کې ورزشکارانو او ورزشونو غوړېدو ته چندان توجه نه ده شوې او دا توجه بيا په ولسواليو کې بيخي کمه ده، زموږ ډېر خلک او ځوانان په ولسواليو کې اوسيږي، نو که غواړو چې ځوانان مو سالمو لارو او ورزشونو ته مخه کړي، بايد ولسواليو ته توجه زياته شي، همدارنګه زموږ ځينې تکړه ورزشکاران او ستوري له ولسواليو او لرې ځايونو راپورته شوي دي."
د پکتيا د «اتلو لوبغاړو د سازمان» غړی نجيب الله نوري د یادو سیالیو تر سره کول ستایي او زیاتوي: "دا د پکتيا د ځوانو ورزشکارانو د رشد لپاره ډېرې ښې سيالۍ دي، موږ ډېر ښه احساس کوو، هغه رېنګ او هغه مسابقې له نږدې ګورو چې هر وخت مو فقط په تلويزيون کې ليدلې دي. دا ډول لوبې د ځوانانو د احساس په پياوړې کولو او هېواد ته د برياوو په راوړلو کې قوي انګېزه ورکوي. "
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې په دې ولايت کې لا هم د لوبو پراختيا او اسانتياوو برابرېدو ته ډېره اړتيا ده او هڅه کوي چې د مختلفو ورزشونو د ورزشکارانو ستونزو او اړتياوو ته رسيدنه وکړي.
کټوازي وويل: "موږ غواړو سپورټ ته پرمختګ ورکړو، چې ځوانان مو په مثبته سرګرمي مصروف شي او ملي او نړيوالو لوبو ته يې اماده کړو. له نېکه مرغه پکتيا په مختلفو برخو کې نړيوال قهرمانان لري. اوسمهال په ګردېز کې د دوه معياري جمنازيمونو کارونه روان دي، دا لوبې له کابل وروسته بل ځای نه وې تر سره شوې او په آينده کې به هم پکتيا سرلارې وي انشاالله. "
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن