ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې پنځه زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه

په بلخ کې پنځه زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه

author avatar
19 Nov 2019 - 17:34
په بلخ کې پنځه زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه
author avatar
19 Nov 2019 - 17:34

مزارشريف ( پژواک، ۲۸لړم ۹۸) په بلخ ولايت کې شاوخوا  ۵ زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې ده. .

د بلخ د اراضي ادارې رييس شېرشاه هوتک د لړم په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې د ولسمشر د فرمان د تطبيق په لړۍ کې يې نن د مزارشريف ختيځ لورته په ابادي کوتل سيمه کې پنځه زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورله.

هغه زياته کړه چې يادې ځمکې د تېرو کلونو په اوږدو کې غصب شوې وې او جعلي اسناد هم ورته جوړ شوي وو.

هوتک وايي،  بلخ ولايت کې ټولټال ۱۸۰ زره جريبه ځمکه غصب شوې، چې ۷۵ زره جريبه ځمکه يې په تېرو څو کلونو کې بېرته له غاصبينو څخه خلاصه شوې ده.

د هغه په وينا، د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې د بلخ اراضي رياست، مزارښاروالي، امنيه قومانداني، عدليې رياست او څارنوالۍ په مشترک ډول يو لړ اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.

د بلخ د اراضي رييس وايي، يادې ځمکې د يو شمېر سيمه ييزو زورواکو، سوداګرو او کم شمېر دولتي مقاماتو له خوا غصب شوې دي.

د هغه په خبره، بلخ کې يې د ځمکو د غاصبينو يو نوملړ هم چمتو کړی چې ډېر ژر به يې د بلخ د امنيه قوماندانۍ په ملتيا رسنيز کړي.

په ورته مهال د بلخ د امنيه قوماندانۍ مرستيال زمری اکرم زاده وايي چې دغه ولايت کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې جدي اقدامات کوي.

هغه وويل، د بلخ امنيه قومانداني په ټول توان سره کار کوي چې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو برخه کې د ولسمشر فرمان عملي کړي.

ده زياته کړه،  تر دې مهاله يې هېڅ غاصب پر وړاندې نه دی درېدلی او په خبره يې که څوک يې پر وړاندې مقاومت وکړي؛ نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

د هېواد په کچه بلخ د هغو ولايتونو په کتار کې راځي چې ډېر دولتي او  شخصي ملکيتونه په کې غصب شوي دي.

د غير رسمي معلوماتو له مخې، دغه ولايت کې څه باندې ۴سوه زره جريبه ځمکه تر غصب لاندې ده. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.