Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د پکتيکا برمل کې د حقاني شبکې شپږ غړي وژل شوي”

ښرنه (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د حقاني شبکې شپږ غړي وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د برمل ولسوالۍ په لمني سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د حقاني شبکې شپږ غړي وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((دا ډېر مهم کسان و چې په وژل کېدو سره به يې سيمه کې امنيت ډېر ښه شي.))

دغه راز د برمل يوه اوسېدونکي رحمت الله وزير هم پژواک ته وويل چې په لمني سيمه کې بريد شوى، خو زياتوي: ((تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان ملکي وګړي او که طالبان دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برمل د پکتيکا ولايت نا امنه ولسوالۍ ده چې له ډېورنډ فرضي کرښې سره پرته ده  .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.