Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عطامحمد نور: د ټاکنو کمېسيون دې له ځنډ پرته پايلې اعلان کړي

مزارشريف  (پژواک، ۳۰ليندۍ ۹۸): د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور له ټاکنو کمېسيون څخه وغوښتل، چې له ځنډ پرته دې پايلې اعلان کړي.

نوموړي د ليندۍ په ۳۰مه، مزارشريف ښار کې د عبدالقادر ذبيح الله د ۳۵ تلين په وياړ جوړه شوې غونډه کې همدا راز پر طالبانو هم غږ وکړ، چې اوربند دې وکړي.

عطامحمد نور غونډې ته وويل، چې د افغانستان خلک د سختو امنيتي ستونزو با وجود د رايې ورکولو تر صندوقونو ولاړل او ټاکنو کې يې برخه واخيستله.

د هغه په خبره، اوس بايد ټاکنو کمېسيون د انتخاباتو پايلې څنګه چې دي اعلان کړي او که هر چا نيوکه درلوده؛ نو د شکاياتو کمېسيون ته دې مراجعه وکړي.

هغه له نړيوالې ټولنې څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون له پرېکړو څخه دې ملاتړ وکړي.

نور له سياسي ګوندونو او انتخاباتي ډلو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بحران ايجادولو په لټه کې دې نه وي، ځکه په خبره يې چې ټول زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس ټاکنو کمېسيون ته د کمېشنرانو د انتخابولو پروسه شفافه او ټولو اړخونو په موافقه وبلله او زياته يې کړه، چې اوس دې يو شمېر انتخاباتي ټکټونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغه پروسه نه زيانمنوي.

عطامحمدنور د سولې په تړاو روانې خبرې هم د قناعت وړ نه بولي او په دې برخه کې د حکومت، سياسي ډلو او مدنی ټولنو تر منځ د يوې اجماع جوړولو وړانديز کوي.

هغه وايي، چې د سولې اړوند پاشلې هڅې پايلې نه شي ورکولی.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې د فاتحانو په څېر راتلو په اړه دې فکر نه کوي، بلکې د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره دې خپل نيت وښيي.

د نور په خبره، که طالبان رښتيا هم سولې ته ژمن وي؛ نو بايد په لومړي قدم کې يوه سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.

د بلخ پخوانی والي زياتوي، چې بهرنيان له افغانستانه د وتلو نيت نه لري او په وينا يې چې افغانان بايد خپل منځ کې سره کېني او روانه جګړه ختمه کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.