منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۷ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عطامحمد نور: د ټاکنو کمېسيون دې له ځنډ پرته پايلې اعلان کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

مزارشريف  (پژواک، ۳۰ليندۍ ۹۸): د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور له ټاکنو کمېسيون څخه وغوښتل، چې له ځنډ پرته دې پايلې اعلان کړي.

نوموړي د ليندۍ په ۳۰مه، مزارشريف ښار کې د عبدالقادر ذبيح الله د ۳۵ تلين په وياړ جوړه شوې غونډه کې همدا راز پر طالبانو هم غږ وکړ، چې اوربند دې وکړي.

عطامحمد نور غونډې ته وويل، چې د افغانستان خلک د سختو امنيتي ستونزو با وجود د رايې ورکولو تر صندوقونو ولاړل او ټاکنو کې يې برخه واخيستله.

د هغه په خبره، اوس بايد ټاکنو کمېسيون د انتخاباتو پايلې څنګه چې دي اعلان کړي او که هر چا نيوکه درلوده؛ نو د شکاياتو کمېسيون ته دې مراجعه وکړي.

هغه له نړيوالې ټولنې څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون له پرېکړو څخه دې ملاتړ وکړي.

نور له سياسي ګوندونو او انتخاباتي ډلو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بحران ايجادولو په لټه کې دې نه وي، ځکه په خبره يې چې ټول زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس ټاکنو کمېسيون ته د کمېشنرانو د انتخابولو پروسه شفافه او ټولو اړخونو په موافقه وبلله او زياته يې کړه، چې اوس دې يو شمېر انتخاباتي ټکټونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغه پروسه نه زيانمنوي.

عطامحمدنور د سولې په تړاو روانې خبرې هم د قناعت وړ نه بولي او په دې برخه کې د حکومت، سياسي ډلو او مدنی ټولنو تر منځ د يوې اجماع جوړولو وړانديز کوي.

هغه وايي، چې د سولې اړوند پاشلې هڅې پايلې نه شي ورکولی.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې د فاتحانو په څېر راتلو په اړه دې فکر نه کوي، بلکې د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره دې خپل نيت وښيي.

د نور په خبره، که طالبان رښتيا هم سولې ته ژمن وي؛ نو بايد په لومړي قدم کې يوه سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.

د بلخ پخوانی والي زياتوي، چې بهرنيان له افغانستانه د وتلو نيت نه لري او په وينا يې چې افغانان بايد خپل منځ کې سره کېني او روانه جګړه ختمه کړي.

د جمعيت ګوند دغه مهم غړي په مزارشريف ښار کې د نظام الدين قيصاري پر کور د تېرې اوونۍ عملياتو ته په اشارې وويل، چې امنيتي ځواکونه مسووليت لري؛ څو خپلسريو او قانون ماتوونکو پر ضد اقدامات وکړي.

د هغه په وينا،  هېڅ ډول جرمي او سياسي پېښو ته بايد قومي رنګ ور نه کړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست