Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“پکتیکا کې د حقاني شبکې ۱۸ کسان وژل شوي”

ښرنه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د پکتيکا حکومتي مسوولين وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د حقاني شبکې ١٨ غړي وژل شوي دي.

په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ايوب د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د حقاني شبکې د دوو ډلمشرانو په ګډون اتلس غړي وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه عمليات د زبرګي او منګړيتۍ په سيمو کې شوي دي.

دغه راز د برمل د سرحد سيمې اوسېدونکي رحمت الله ځلاند پژواک ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د وزيرو، سيدګي او منګړيتۍ په سيمو کې عمليات روان دي.

هغه کره شمېره په ډاګه نه کړه خو ويې ويل چې په دغو عملياتو کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، برمل د پکتيکا ولايت سرحدي او نا امنه ولسوالۍ ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.