ګردېز (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): د پکتيا د سيمه ييزو رسنيو کارکوونکي، خبريالان او د ځينو اړوندو ولايتي بنسټونو مسوولين نيوکه کوي چې د دغه ولايت د سيمه ييزو رسنيو مسلکيتوب او ظرفيت لوړونې ته هېڅ کار نه دی شوی.
دوی د سيمه ييزو رسنيو د کمرنګه فعاليت او ځيني مهال ورته د ستونزو پېښېدو عمده لامل هم د هغوی نه مسلکيتوب يادوي او وايي چې د مسوولو ملي او نړيوالو مرکزي بنسټونو د نه پاملرنې له امله تر نيمايي چاپي او غږيزې رسنۍ له فعاليت څخه لوېدلې دي.
د پکتيا پرېس کلب مشر فريدالله احمدزي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پکتيا کې شته چاپي، غږيزې او نورې رسنۍ لا هم د ښه والي او تقويت لپاره ډېر کار ته اړتيا لري.
احمدزي وويل چې د بېلابېلو سيمه ييزو رسنيو له کارکوونکو او مسوولينو سره يې په دې برخه کې ځيني مهال د ورکشاپونو يا نورو لارو همکاري کړې، خو په خبره يې د اړينو اسانتياوو د نشتوالي له امله دوی هم ډېر څه نه شي کولای.
ده زياته کړه: ((د پکتيا د مختلفو سيمه ييزو رسنيو لپاره هېڅ پروګرامونه، ورکشاپونه او سيمينارونه نه دي جوړ شوي چې زموږ له سيمه ييزو خبريالانو سره په مسلکي کېدو، خپرونو وړاندې کولو او ورځني مسلکي چلند کې مرسته وکړي. موږ دې حالت ته ځورېږو او اندېښمن يو، موږ تر وسه همکاري هم کړې، خو بدبختانه د مالي او نورو امکاناتو نه شتون مو لاسونه تړلي دي.))
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي استازی او د مدار په نوم چاپي رسنۍ مسوول ساحل منګل نيوکه کوي چې بېلابېلو ملي او نړيوالو بنسټونو تر دې دمه د پکتيا د سيمه ييزو رسنيو هېڅ مادي او معنوي ملاتړ نه دی کړی او نه يې د خبريالانو د روزلو او مسلکي کېدو په برخه کې خپل مسووليت ترسره کړی دی.
منګل وايي: ((د خبريالانو بېلابېل بنسټونه او کمېټې، لکه څنګه يې چې نومونه د خبريالانو حمايت او ملاتړ دی، هماغسې بايد کار وکړي، خو په پکتيا کې يې تر اوسه کوم کار نه دی کړی.))
پکتيا کې د نن اېف اېم راډيو د نشراتو مسوول عمر عادل وايي، شاوخوا پنځلس تنه کارکوونکي لري، خو تر اوسه هېڅ يوه بنسټ د خبريالانو د ظرفيت لوړولو او د هغوی د نشراتو ښه کېدو او ملاتړ لپاره ورسره کار نه دی کړی.
عادل وويل: ((د ځينو ادارو له خوا د معلوماتو نه شريکول، له خپل اړوندو نورو ادارو سره د معلوماتو نه شريکولو محدوديت لګول هم ستونزې دي، خو که خبريال مسلکي وي، د ځان د ساتنې سره، سره پوهېږي چې له کومې لارې څنګه کار وکړي. اړتيا په ټولو برخو کې شته، ښه والی په لنډ مهاله او منځ مهاله پروګرامونو رامنځته کېږي چې تر اوسه دلته نشته.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP