ګردېز (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): د پکتيا د سيمه ييزو رسنيو کارکوونکي، خبريالان او د ځينو اړوندو ولايتي بنسټونو مسوولين نيوکه کوي چې د دغه ولايت د سيمه ييزو رسنيو مسلکيتوب او ظرفيت لوړونې ته هېڅ کار نه دی شوی.
دوی د سيمه ييزو رسنيو د کمرنګه فعاليت او ځيني مهال ورته د ستونزو پېښېدو عمده لامل هم د هغوی نه مسلکيتوب يادوي او وايي چې د مسوولو ملي او نړيوالو مرکزي بنسټونو د نه پاملرنې له امله تر نيمايي چاپي او غږيزې رسنۍ له فعاليت څخه لوېدلې دي.
د پکتيا پرېس کلب مشر فريدالله احمدزي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پکتيا کې شته چاپي، غږيزې او نورې رسنۍ لا هم د ښه والي او تقويت لپاره ډېر کار ته اړتيا لري.
احمدزي وويل چې د بېلابېلو سيمه ييزو رسنيو له کارکوونکو او مسوولينو سره يې په دې برخه کې ځيني مهال د ورکشاپونو يا نورو لارو همکاري کړې، خو په خبره يې د اړينو اسانتياوو د نشتوالي له امله دوی هم ډېر څه نه شي کولای.
ده زياته کړه: ((د پکتيا د مختلفو سيمه ييزو رسنيو لپاره هېڅ پروګرامونه، ورکشاپونه او سيمينارونه نه دي جوړ شوي چې زموږ له سيمه ييزو خبريالانو سره په مسلکي کېدو، خپرونو وړاندې کولو او ورځني مسلکي چلند کې مرسته وکړي. موږ دې حالت ته ځورېږو او اندېښمن يو، موږ تر وسه همکاري هم کړې، خو بدبختانه د مالي او نورو امکاناتو نه شتون مو لاسونه تړلي دي.))
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولايتي استازی او د مدار په نوم چاپي رسنۍ مسوول ساحل منګل نيوکه کوي چې بېلابېلو ملي او نړيوالو بنسټونو تر دې دمه د پکتيا د سيمه ييزو رسنيو هېڅ مادي او معنوي ملاتړ نه دی کړی او نه يې د خبريالانو د روزلو او مسلکي کېدو په برخه کې خپل مسووليت ترسره کړی دی.
منګل وايي: ((د خبريالانو بېلابېل بنسټونه او کمېټې، لکه څنګه يې چې نومونه د خبريالانو حمايت او ملاتړ دی، هماغسې بايد کار وکړي، خو په پکتيا کې يې تر اوسه کوم کار نه دی کړی.))
پکتيا کې د نن اېف اېم راډيو د نشراتو مسوول عمر عادل وايي، شاوخوا پنځلس تنه کارکوونکي لري، خو تر اوسه هېڅ يوه بنسټ د خبريالانو د ظرفيت لوړولو او د هغوی د نشراتو ښه کېدو او ملاتړ لپاره ورسره کار نه دی کړی.
عادل وويل: ((د ځينو ادارو له خوا د معلوماتو نه شريکول، له خپل اړوندو نورو ادارو سره د معلوماتو نه شريکولو محدوديت لګول هم ستونزې دي، خو که خبريال مسلکي وي، د ځان د ساتنې سره، سره پوهېږي چې له کومې لارې څنګه کار وکړي. اړتيا په ټولو برخو کې شته، ښه والی په لنډ مهاله او منځ مهاله پروګرامونو رامنځته کېږي چې تر اوسه دلته نشته.))
په دغه ولايت يو شمېر نورو خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادو ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.
د پکتيا د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس هم رسنيو ته د اطلاعات او کلتور وزارت او نورو بنسټونو نه پاملرنه خواشينوونکې بولي او وايي چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې درې راډيوګانې او تر پنځه زياتې چاپې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله سقوط شوې دي.
سليس پژواک ته وويل: ((تر اوسه پورې د پکتيا رسنيو چې څومره فعاليت کړی، په خپل مټ او سرچينو يې کړی او کوي. بدبختانه زموږ د رسنيو نه غوړېدو او ستونزو لوی عوامل هم دا دي چې ادارې توجه نه کوي، موږ خپه يو چې ډېرې رسنۍ مو بندې شوې او ځينې اوس د بنياد د تقويت په برخه کې مادي او معنوي ستونزې لري.))
په دې اړه د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي پژواک ته وويل چې د رسنيو په ستونزو دوى خبر دي او د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.
هغه وايي: ((که داسې کوچني مشکلات وي، موږ به يې ورته حل کړو، له هغه پرته به له نورو دولتي ارګانونو سره اړيکي ونيسو او ترڅنګ به يې د مالي ستونزو د حل لپاره سوداګرو ته هم معرفي کړو.))
دمګړۍ په پکتيا کې پر ملي راډيو ټلوېزيون سربېره اووه خصوصي راډيوګانې او شپږ چاپي رسنۍ فعاليت لري، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې يوولس راډيوګانې او تر لسو زياتې چاپي رسنۍ فعاله وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










