Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک اوس هم د مزار- شبرغان لويې لارې له ناامنۍ شکايت کوي

مزارشريف (پژواک، ١٧ مرغومی ۹۸): د بلخ ولايتي شورا او د بلخ اوسېدونکي وايي چې د امنيتي پوستو له جوړولو وروسته هم د مزار- شبرغان لويه لار د نا امنيو ښکار ده.

دوی وايي، ډېری وخت وسله وال طالبان دې لارې ته راوځي، چک پاينټونه جوړوي او له بار وړونکو موټرو محصول هم ټولوي.

د بلخ د اوسېدونکو په وينا، امنيتي ځواکونه يواځې د خپلو پوستو امنيت ټينګوي او د مزار- شبرغان لويې لارې زياتې برخې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

شاهين قول اردو بيا وايي چې د امنيتي پوستو له رامنځته کېدو وروسته د يادې لويې لارې امنيت تر ډېره ډاډمن شوی دی.

مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د بلخ او جوزجان اړوند پرتې ولسوالۍ له تېر يو کال راهيسې د سختو جګړو ډګر ګرځېدلې چې ياد وضعيت د دې لويې لارې امنيت هم ګواښي.

د بلخ يو شمېر اوسېدونکي او د مزار- شبرغان لويې لارې مسافر وايي چې ځيني وخت طالبان د سړک سر ته راوځي، چک پاينټونه جوړوي او له بار وړونکو موټرو محصول اخلي.

د بلخ يوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې له شاوخوا يوه کال راهيسې مزار– شبرغان لويه لار د سختو جګړو او نا امنيو شاهده ده.

هغه زياته کړه چې ځينې وخت طالبان او په ځينو مواردو کې يو شمېر سيمه ييز فرصت غوښتونکي خلک لارې ته راوځي او د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي.

نوموړي وويل: ((ډېری وخت جګړې وي، طالبان سړک ته راوځي، چک پاينټونه ايجادوي، هغه کسان چې دولت کې وظيفه ولري ځان سره يې بيايي او همدا راز له باربري موټرو څخه ماليه هم ټولوي.))

د هغه په وينا، په ځینو حالاتو کې بيا سيمه ييز غله د نا امنۍ له فرصت څخه په استفادې د دې لارې په اوږدو کې موټر دروي او د وسلو په زور له مسافرو غلا او شوکې کوي.

د بلخ دغه اوسېدونکي پژواک ته همدا راز وويل چې څو مياشتې وړاندې د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د امنيت د ټنګښت په موخه امنيتي پوستې ايجاد شوې؛ خو په وينا يې چې د يادې لويې لارې پر امنيت يې پام وړ تاثير نه دی کړی.

هغه له حکومت څخه غواړي چې د نا امنۍ د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.