مزارشريف (پژواک، ١٧ مرغومی ۹۸): د بلخ ولايتي شورا او د بلخ اوسېدونکي وايي چې د امنيتي پوستو له جوړولو وروسته هم د مزار- شبرغان لويه لار د نا امنيو ښکار ده.
دوی وايي، ډېری وخت وسله وال طالبان دې لارې ته راوځي، چک پاينټونه جوړوي او له بار وړونکو موټرو محصول هم ټولوي.
د بلخ د اوسېدونکو په وينا، امنيتي ځواکونه يواځې د خپلو پوستو امنيت ټينګوي او د مزار- شبرغان لويې لارې زياتې برخې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
شاهين قول اردو بيا وايي چې د امنيتي پوستو له رامنځته کېدو وروسته د يادې لويې لارې امنيت تر ډېره ډاډمن شوی دی.
مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د بلخ او جوزجان اړوند پرتې ولسوالۍ له تېر يو کال راهيسې د سختو جګړو ډګر ګرځېدلې چې ياد وضعيت د دې لويې لارې امنيت هم ګواښي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي او د مزار- شبرغان لويې لارې مسافر وايي چې ځيني وخت طالبان د سړک سر ته راوځي، چک پاينټونه جوړوي او له بار وړونکو موټرو محصول اخلي.
د بلخ يوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې له شاوخوا يوه کال راهيسې مزار– شبرغان لويه لار د سختو جګړو او نا امنيو شاهده ده.
هغه زياته کړه چې ځينې وخت طالبان او په ځينو مواردو کې يو شمېر سيمه ييز فرصت غوښتونکي خلک لارې ته راوځي او د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي.
نوموړي وويل: ((ډېری وخت جګړې وي، طالبان سړک ته راوځي، چک پاينټونه ايجادوي، هغه کسان چې دولت کې وظيفه ولري ځان سره يې بيايي او همدا راز له باربري موټرو څخه ماليه هم ټولوي.))
د هغه په وينا، په ځینو حالاتو کې بيا سيمه ييز غله د نا امنۍ له فرصت څخه په استفادې د دې لارې په اوږدو کې موټر دروي او د وسلو په زور له مسافرو غلا او شوکې کوي.
د بلخ دغه اوسېدونکي پژواک ته همدا راز وويل چې څو مياشتې وړاندې د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د امنيت د ټنګښت په موخه امنيتي پوستې ايجاد شوې؛ خو په وينا يې چې د يادې لويې لارې پر امنيت يې پام وړ تاثير نه دی کړی.
هغه له حکومت څخه غواړي چې د نا امنۍ د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
شريف الله چې د مزار- شبرغان پر لويه لار موټر چلوي وايي چې څو ځله پر دې لارې د سفر پر مهال په جګړو کې ایسار شوی دی.
هغه پژواک ته وويل چې د روانو نا امنيو له امله ځای ځای د مزار- شبرغان لويه لار هم ويجاړه شوې چې ډېری وخت د ترافيکې پېښو لامل هم کېږي.
ده زياته کړه، پر دې لارې باندې طالبان هم چک پاينټونه جوړوي او هغه کسان چې دولت کې دنده ولري له ځان سره يې بيايي.
نوموړى وايي: ((ډېری وخت طالبان د شپې له خوا سړک ته راوځي، واړه موټر تالاشي کوي، که په چا يې شک راغی چې دولتي کارمند دی نو له ځان سره يې ښکته کوي. له باربري موټرو څخه محصول ټولوي.))
د هغه په وينا، د دغې لارې په اوږدو کې د روان ناسم امنيتي وضعيت له امله د مسافرو تګ راتګ هم کم شوی دی.
د بلخ يوه بل اوسېدونکي احمدشاه هم پژواک ته وويل چې پر دغه مسير د امنيتي پوستو جوړېدو ته ډېرې تمې وې چې امنيت به ورسره ټينګېږي؛ خو زياتوي چې دغې چارې پر امنيتي وضعيت کوم تاثير ونه کړ.
هغه وويل: ((د لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي؛ خو هغوی يواځې خپل امنيت ساتي، پر طالبانو سر بېره غله هم سړک ته راوځي او له خلکو څخه غلا کوي.))
نوموړي د بلخ له سيمه ييزې او مرکزي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د مزار- شبرغان لويې لارې امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
د شمال زون د ځوانانو بنسټ مشر سيد اسماعيل بلخي پژواک ته وويل چې د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې شته نا امنيو تر ټولو ډېرې اقتصادي ستونزې راپيدا کړې دي.
هغه زياته کړه چې طالبان د دې لويې لارې په اوږدو کې د سوداګريزو مالونو له موټرو څخه د محصول په نوم زياتې پيسې اخلی چې له امله يې زيات شمېر سوداګر اوس پر دغې لارې تجارتي مالونه نه لېږدوي.
د بلخي په وينا، کوم سوداګر چې د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې طالبانو ته ماليه ورکوي؛ خو بيا په بازارونو کې د خپلو تجارتي توکو قيمتونه لوړوي چې ټول زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي، د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې شته نا امنۍ د جدي اندېښنې وړ دي او بايد چې د کابو کولو لپاره يې ګامونه پورته شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د شمال د یادې مهمې لارې ترڅنګ د نا امنۍ څپه د مزارشريف ښار تر څنډو رسېدلې ده چې په خبره يې که سر له اوسه کنټرول نه شي، نو وروسته به بيا بدې پايلې ولري.
حديد زياتوي چې د لويې لارې د ناامنۍ په تړاو يې د خلکو ستونزې د بلخ له سيمه ييزو چارواکو سره شريکې کړي او تمه لري چې اقدامات به وشي.
د ولايتي شورا رييس وويل چې بلخ ولايت مقام هم هڅې پيل کړي چې د مزار- شبرغان لويې لارې د امنيت د ټينګښت لپاره د مرکزي ادارې پام ور واړوي.
په شمال زون کې شاهين قول اردو بيا په دومره لويه کچه د مزار- شبرغان لويې لارې ناامنه کېدل نه تاييدوي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي پژواک ته وويل چې د دغه مسير په اوږدو کې د امنيتي پوستو له ايجاد سره امنيتي ننګونې تر ډېره راکمې شوې دي.
د هغه په وينا، د بلخ اړوند د دې لويې لارې ټولې ساحې د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي او زياتوي چې د جوزجان او بلخ ترمنځ پوله باندې يواځې يو موقعيت چې کله کله په کې د حکومت مخالفين او نا مسوول وسله وال سړک ته راوځي او خلک ځوروي.
ده زياته کړه چې دمګړۍ ياده قول اردو کار کوي څو د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې هغه سيمې هم په نښه او پوستې په کې جوړې کړي چې له لوړو ګواښونو سره مخ دي.
شاهين قول اردو په دې تړاو له خلکو څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
څو ورځې وړاندې د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې د دوی وسله وال د بلخ په ګډون د هېواد په ټولو لويو لارو کې د خپلو اصولو په رڼا کې له تجارتي مالونو محصول ټولوي.
مجاهد رد کړې وه چې ګني طالبان دې د لويو لارو په اوږدو کې عام خلک ځوروي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









