کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٨): د ناټو ځواکونه وايي چې په کندهارولايت کې د دوى څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ځواکونه په کندهار ولايت کې په پوځي عملياتو بوخت وو چې پر موټر يې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
سرچينه زياتوي، په دې پېښه کې دوه امريکايان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د (تلفاتو) په نوم د يوې ويب پاڼې (http://icasualties.org/) چې په عراق او افغانستان کې د امريکا او متحدينو د تلفاتو په اړه معلومات خپروي، د معلوماتو په حواله، د ٢٠١٩ کال له پيل راهيسې د دې ځواکونو ٢٦ پوځيان چې ٢٤ يې امريکايان دي، وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن