کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۸): ولسي جرګې په داسې حال کې د روان مالي کال د بودیجې طرحه تصویب کړه چې د اوصول پاڼې له مخې یې حکومت نه شي کولای د اړوندو کوډونو پیسې ۹۱یم کوډ ته تعدیل کړي، چې یوشمېر استازو په یاده طرحه سختې نیوکې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د راون ۱۳۹۹ مالي کال له پیله چې څه باندې یوه میاشت وخت تېرېږي او مشرانو جرګې د روان کال د لېندۍ په ۱۲مه، د بودیجې دغه طرحه د ځینو واړندیزونو په وړاندې کولو سره تایید کړې وه.
د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې طرحه چې ۴۲۸ میلیاره افغانۍ عادي او انکشافي بودیجه پکې شامله ده، د سلواغې په دویمه ولسي جرګې ته وړاندې شوه.
د جرګې یوشمېر غړو د بودیجي په طرحه نیوکې وکړې.
په یاده جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي عبدالولي نیازي وویل: «د بودیجې په طرحه کې د ولایتونو ترمنځ توازن له پامه غورځول شوی او پروژې د شخصي اړیکو له لارې یوشمېر وکیلانو ته ورکړل شوې دي.»
په دغې جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد وویل:«د بودیجې په طرحه کې هېڅ نوې پروژه نشته، هغه پروژې چې د بودیجې په سند کې شاملې دي، یایې کار بشپړ شوی او یا یې هم نیم کار پاتې دی.
د بلخ د خلکو استازي سید ظاهر مسرور د بودیجې په سند کې په توازن د نیوکې ترڅنګ ادعا وکړه چې د دغې جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون، د ملي بویجې د طرحې په اساس عمل نه دی کړی.
هغه وویل چې د ولسي جرګې د یوشمېر غړو په غوښتنه، څو پروژې د طرحې په سند کې شاملې شوې دي؛ خو په دې اړه د یوشمېر نورو غړو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی شوی.
د جرګې یوشمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.
خو د جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون رییس محمد عظیم محسني وویل: «کمېسیون دا حق نه لري چې وکیلانو ته پروژې ورکړي، موږ په کتبي بڼه د وکیلانو ۷۰۰ واړندیزونه مالیې وزارت ته وسپارل څو په بودیجه کې یې ځای پرځای کړي.»
په پای کې د دغې جرګې یوشمېر نور غړي د رییس او د ملي شورا د دغه مجلس د اداري پلاوي د غړو مېز ته په راغونډېدو د ځانګړي کمېسیون د راپور ورکونې مانع شول.
login or register a new account.