منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجي طرحه تصویب کړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۸): ولسي جرګې په داسې حال کې د روان مالي کال د بودیجې طرحه تصویب کړه چې د اوصول پاڼې له مخې یې حکومت نه شي کولای د اړوندو کوډونو پیسې ۹۱یم کوډ ته تعدیل کړي، چې یوشمېر استازو په یاده طرحه سختې نیوکې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د راون ۱۳۹۹ مالي کال له پیله چې څه باندې یوه میاشت وخت تېرېږي او مشرانو جرګې د روان کال د لېندۍ په ۱۲مه، د بودیجې دغه طرحه د ځینو واړندیزونو په وړاندې کولو سره تایید کړې وه.

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې طرحه چې ۴۲۸ میلیاره افغانۍ عادي او انکشافي بودیجه پکې شامله ده، د سلواغې په دویمه ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

د جرګې یوشمېر غړو د بودیجي په طرحه نیوکې وکړې.

په یاده جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي عبدالولي نیازي وویل: «د بودیجې په طرحه کې د ولایتونو ترمنځ توازن له پامه غورځول شوی او پروژې د شخصي اړیکو له لارې یوشمېر وکیلانو ته ورکړل شوې دي.»

په دغې جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد وویل:«د بودیجې په طرحه کې هېڅ نوې پروژه نشته، هغه پروژې چې د بودیجې په سند کې شاملې دي، یایې کار بشپړ شوی او یا یې هم نیم کار پاتې دی.

د بلخ د خلکو استازي سید ظاهر مسرور د بودیجې په سند کې په توازن د نیوکې ترڅنګ ادعا وکړه چې د دغې جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون، د ملي بویجې د طرحې په اساس عمل نه دی کړی.

هغه وویل چې د ولسي جرګې د یوشمېر غړو په غوښتنه، څو پروژې د طرحې په سند کې شاملې شوې دي؛ خو په دې اړه د یوشمېر نورو غړو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی شوی.

د جرګې یوشمېر نورو غړو هم  ورته نظرونه درلودل.

خو د جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون رییس محمد عظیم محسني وویل: «کمېسیون دا حق نه لري چې وکیلانو ته پروژې ورکړي، موږ په کتبي بڼه د وکیلانو ۷۰۰ واړندیزونه مالیې وزارت ته وسپارل څو په بودیجه کې یې ځای پرځای کړي.»

په پای کې د دغې جرګې یوشمېر نور غړي د رییس او د ملي شورا د دغه مجلس د اداري پلاوي د غړو مېز ته په راغونډېدو د ځانګړي کمېسیون د راپور ورکونې مانع شول.

 

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني، معترضو استازو ته په اشاره وویل: «که تاسو د بودیجې پر سند نیوکه لری، لاړشئ نن ګډه ناسته جوړه کړئ، سبا په فوالعاده ناسته کې د بودیجې د طرحې په اړه پرېکړه کوو.»

خو دا وړندیز هم د جرګې د ځینو غړو له مخالفت سره مخ شو او په پای کې د جرګې رییس وویل چې له رایې اچونې پرته، په دې اړه بل کار نه دی پاتې.

هغه بودیجه رایې اچونې ته وړاندې کړه؛ خو له رایې اچونې وروسته یوشمېر غړي بیا د رییس د مېز خواته راټول شول او د دې ناستې مستقیمې خپرونې قطع شوې؛ خو له شاوخوا لسو دقیقو وروسته بیا نشرات پیل شول او رحماني اعلان وکړ چې د بودیجې طرحه تصویب شوه.

نوموړي وویل، د جرګې د منشیانو د معلوماتو په اساس، په جرګه کې د ۱۶۷ حاضرو غړو څخه، ۱۰۲ هغه یې د بودیجې د تصویب لپاره د تایید؛ ۴۵ نورو د رد او ۲۰ نور غړو ممتنع رایې وکارولې.

د مالي او بودیجوي کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني، د ملي شورا په انګړ کې رسنیو ته وویل چې د بودیجې د نوې طرحې او بودیجې د اصولنامې د ۲۲ مادې له مخې، حکومت نور نه شي کولای چې د اړوندو کوډونو پیسې ۹۱یم کوډ ته چې ولسمشرۍ او اجرایه ریاست پورې اړوند دی، انتقال کړي.

هغه زیاته کړه چې د دغې مادې له مخې، کله چې حکومت وغواړي ۹۱ کوډ ته د اړوندو کوډونو  پیسې انتقال کړي، باید یاده جرګه یې تصویب کړي.

کبرزاني وویل چې د بودیجې په طرحه کې د ۹۱یم کوډ لپاره، دوه میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ کال د بودیجې د قطعیې حساب د راپور له مخې، مالیې وزارت له یو میلیارد ډېرې افغانۍ له نورو کوډونو څخه ۹۱یم کوډ ته انتقال کړې وې دغه وزارت یې د لګښت راپور ور نه کړ.

ولسي جرګې له همدې امله د ۱۳۹۷ کال بودیجوي قطعیه رد کړه.

د کبرزاني د معلوماتو په اساس، د ۱۳۹۹ کال بودیجه له ۱۲،۵ میلیو افغانۍ کسر سره مخ کېږي.

هغه د پروژو په اړه وویل چې په یاده طرحه کې، ۵۴۷ پروژې په نظر کې نیول شوې دي چې ۱۱ پروژې یې تازه او پاتې نورې انتقالي دي.

د مالي او بودیجوي کمېسیون منشي وویل چې په دې طرحه کې، ۲۸۹ میلون افغانۍ مالي او ۱۳۹ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودیجه په نظر کې نیول شوې، چې ۴۸ سلنه عایدات یې د داخلي او پاتې نور یې د نړیوالې ټولنې له مرستو تمویلېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست