Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د تاوتریخوالي کمښت دې پر دایمي اوربند بدل شي”

پلخمري (پژواک،٢ کب ٩٨): په بغلان کې دسولې ولسي حرکت غړو اولسګونوکسانو د تاوتریخوالي کمښت پر دایمي اوربند د بدلېدو غوښتنه وکړه.

 دسولې ولسي حرکت غړو دبغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ غونډه کې په هېوادکې دتاوتریخوالي لنډ مهاله کمښت په دایمي اوربند د بدلون غوښتنه وکړه .

په پام کې ده چې له نن شپې په ټول هېوادکې د اوو ورځولپاره پرتاوتریخوالي دکمښت شوې هوکړه پلې شي.

 دسولې ولسي حرکت کاروان مسوول اقبال خیبردکب په دويمه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خلکوته وویل: ((  تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره کوردننه خبروته اړتیا ده له له هېواده بېرون خبرې به هیڅکله افغانان د دایمي سولې څښتن نه کړي.))

 خیبر وویل، دتاوتریخوالي کمښت موسولې ته هیلې زیاتوي، ځکه خلک غواړي چې دغه پردایمي اوربند بدله اوپه لړکې یې بین الافغاني خبرې پیل شي .

د مرکزی بغلان ولسوالۍ قومي مشر ارباب شمس الله  پژواک خبرى اژانس ته وویل ،له نن شپې به ټول هېوادکې دتاوتریخوالي کمښت پیلیږي چې له وړاندې ورته خوښ اوپردایمي اوربند دبدلیدو غوښتنه یې کوو.

 دی وایي، ښکیلې خواوې بایدله دغه فرصته سمه ګټه پورته کړي اوڅومره ژر چې کېدای شي بین الافغاني خبرې دې پیل کړي. یوشمېر نورو هم په هېوادکې د تاوتریخوالي کمښت دوام اوپر دایمی اوربند یې دبدلون غوښتنې وکړې .

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.