کابل (پژواک، ٩ کب ٩٨): د تاوتریخوالي اوونۍ په پیل او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په رانږدې کېدو نن د تېرې اوونۍ په پرتله د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې ۲.۲ سلنه لوړ شوی دی.
په قطر کې د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو وروسته چې څه باندې یو کال یې دوام درلود، د تېرې شبنې په شپه له ۱۲ بجو وروسته په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیل شوه.
ټاکل شوې د را روانې اوونۍ په پيل کې طالبان او امریکا د سولې هوکړه لیک لاسلیک او ورپسې د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پایله کې پر اوربند توافق وشي څو په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته ورسېږي.
د تاوتریخوالي د پیل اوونۍ او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک نږدې کېدل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو لامل شوی دی.
د کابل په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۵.۳۰ امریکايي ډالره ده.
نوموړي زیاته کړه چې د کب په لومړۍ (د تاوتریخوالي اوونۍ له پیل دوې ورځې مخکې) د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۷۷ افغانۍ و.
حاجي میرحسین صداقت وویل، د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لامل د تاوتریخوالي اوونۍ پيل او د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک نېټې د رانږدې کېدل دي.
نوموړي زیاته کړه، سیاسي وضعیت د افغانۍ پر ارزښت اغېز کوي، ځکه خلک په دغه ډول حالت کې د هېواد د وضعیت ښه کېدو ته هیله من کېږي.
هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د سولې خبرو د پرمختګ او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي او د افغانۍ ارزښت به خپل ځای ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن