ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د بندیانو د خوشې کولو موضوع باید د سولې بهیر زیانمن نه کړي»

1 Mar 2020 - 18:57
1 Mar 2020 - 18:57

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۹۸): د چارو یوشمېر شنونکي د طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني خبرو ته د نیوکې په سترګه ګوري او ځینې نور بیا ټینګار کوي چې امریکا دې له افغان دولت او طالبانو سره کار وکړي؛ څو د سولې دغه موضوع زیانمنه نه کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه تېره ورځ په قطر کې لاسلیک شوه. په دغه هوکړه کې یو مورد د دواړو خواوو د بندیانو خوشې کول دي. د هوکړه لیک په اساس، پنځه زره طالب او زر تنه د افغانستان د دولت بندیان د روان ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په شلمه د بین الافغاني مذاکراتو تر لومړۍ ورځې او پاتې نور زندانیان به له هغه وروسته په درېیو میاشتو کې خوشې کېږي.

د طالبانو د دفتر د رهبرۍ غړي شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ په قطر کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له افغان حکومت سره خبرې به د دغې هوکړې له لاسلیک وروسته تر لسو ورځو پورې د روان ميلادي کال د مارچ په لسمه په داسې بڼه پیل شي چې د طالبانو ۵ زره بندیان به د افغانستان د حکومت له زندانونو ازاد شي.

هغه زیاته کړه، په همدې موده کې به د طالبانو له زندانونو څخه د افغان حکومت ۱۰۰۰ کسه بندیان هم خوشي شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «امریکا له طالبانو سره ژمنه کړې چې پنځه زره بندیان ازادیږي.»

خو د هېواد ولسمشر اشرف غني نن په دې اړه په کابل کې خبري ناستې ته وویل: ((د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته. موږ څو ځله دغه موضوع د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو چارواکو سره په شفاف ډول شریکه کړې ده.))

غني زیاته کړه: ((یواځې د سلو بندیانو خوشې کېدل وخت ته اړتيا لري، پنځه زره بندیانو خوشې کېدل خو ځانګړې اجنډا ده... موږ هم پرې بحث کوو.))

هغه په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا وغواړي بندیان خوشې کړي، دی به څه وکړي؟ وویل: ((د طالب بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه دی، موږ د طالبان بندیانو د خوشې کېدو په اړه له امریکا سره کومه موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی چې یواځې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي.))

په همدې حال کې، د چارو یوه بل شنونکي عبدالشکور دادرس له پژواک سره په خبرو کې وویل چې امریکا د یوه حکمي شخصیت په ډول له ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې جنګېږي او ټول لګښتونه ورکوي، دغه ژمنه یې د افغانستان د دولت په خوښه کړې او عملي کوي یې.

هغه د پنځو زرو زندانیانو خوشې کول د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې یوه برخه وبلله او ويې ویل، په داسې شرایطو کې د ولسمشر غني څرګندونې «موزونې» نه دي او افغانان باید په داسې ټکو د جنک بار پر غاړه وانخلي.

د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور، دا چې نوموړی مني چې د امریکا او طالبانو ترمنځ داسې هوکړه وشي؛ خو ويې ویل چې د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو په اړه باید ټول جزئیات د افغانستان له دولت سره شریک شوي وای، په دې اړه به یې دریځ نه درلود.

د هغه په وینا، د ولسمشر په دې اړه خبرې چې د افغانستان دولت د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه له امریکا سره کومه ژمنه نه ده کړې او له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د زندانیانو په اړه د طالبانو خبرې یوه زرګري جګړه ده او دواړه خووې خپلې موخې په نظر کې نیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version