مزارشريف ( پژواک، ۱۲کب ۹۸) : په بلخ او سمنګان ولايتونو کې د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان لسګونه کار کوونکي او موټر چلوونکي وايي، چې حکومت پرې تعرفه لوړه کړې ده.
دوی چې د کب په ١٢مه، د اعتراض په ډول د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو همدا راز يې ويل، چې د تعرفې په لوړېدو سره يې اقتصادي زيان ليدلی دی.
بلخ ولايت مقام بيا وايي چې د تعرفې د لوړېدو پرېکړه د کانونو او پټروليم وزارت کړې او دوی يې پلي کېدو ته ژمن دي.
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکی غلام سرور چې په دره صوف کې د ډبرو سکرو د انتقال برخه کې کار کوي وايي، چې حکومت د تعرفې په لوړولو سره دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه، پخوا به له يو ټن سکرو څخه ۱۵۰۰ افغانۍ ماليه اخيستل کېده؛ خو اوس د تعرفې دغه کچه ۲۳۰۰ افغانيو ته رسېدلې ده.
نوموړی وايي چې د حکومت له دغې پرېکړې وروسته سلګونه کسانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی، ځکه په خبره يې چې ګټه په کې نشته.
هغه زياتوي، چې حکومت بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي او تعرفې بېرته ټيټې کړي.
محمد افضل د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د ډبرو سکرو کاروبار کوي.
هغه هم پژواک ته وويل، د ډبرو سکرو د کان قانوني کيندنو برخه کې يې له تېرو څو کلونو راهيسې پانګونه کړې؛ خو په خبره يې چې اوس حکومت پرې تعرفه لوړه کړه، چې زيان يې ليدلی دی.
نوموړي زياته کړه: (( موږ له جدي ستونزې سره مخ يو، په دې ډول به زموږ کاروبار دوام ونه کړي او ډېر خلک به بېکاره شي، حکومت بايد د خلکو غږ واوري)).
دی همدا راز شکايت کوي، چې د حکومت تر څنګ د مزار – دره صوف لويې لارې په اوږدو کې طالبان هم د ډبرو سکرو له بار وړونکو موټرو څخه محصول ټولوي.
د ډبرو سکرو کان دغه کار کوونکی د يادې لويې لارې په اوږدو کې د نورو وسله والو ډلو او غلو د شتون خبره هم کوي، چې د دوی کار يې له ستونزو سره مخ کړی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP