کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۸): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، كه طالبان تاوتريخوالى کم نه کړي، نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به خپل دفاعي حالت بېرته یرغلیز کړي.
د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو د کب په لسمه د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د دې هوکړې له لاسلیک مخکې د یوې اوونۍ لپاره اورکم اعلان شوی و چې له امله یې جګړه ۹۵ سلنه کمه شوه، خو وروسته طالبانو بیا بریدونه پیل کړل، اوس بریدونه شته خو د اورکم له مودې د مخکې وختونو په پرتله کم دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېر ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره کتلي دي.
سرچینه لیکي چې په دې کتنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې او د خلکو او افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د تاوترخوالي د زیاتېدو په اړه خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې، حمدالله محب په دې ناسته کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم په تدافعي حالت کې دي، خو که چېرې طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، نو افغان ځواکونه اړ کېږي چې له دفاعي حالته بېرته یرغلیز ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP