ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د پوليسو ١١٩ شمېرې له لارې ١٨٠٠ پېښو ته رسېدنه شوې ده

بلخ کې د پوليسو ١١٩ شمېرې له لارې ١٨٠٠ پېښو ته رسېدنه شوې ده

author avatar
16 Mar 2020 - 14:59
بلخ کې د پوليسو ١١٩ شمېرې له لارې ١٨٠٠ پېښو ته رسېدنه شوې ده
author avatar
16 Mar 2020 - 14:59

مزارشريف (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د پوليسو ۱۱۹ شمېرې له لارې تېر يو کال کې ۱۸۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو ۱۱۹ مرکز ادارې مسوول څارمن عبدالواسع عالمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د ۱۱۹ شمېرې له لارې يې څه باندې ۱۸۰۰ پېښو ته  رسېدنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دغو پېښو کې ترهګريز فعاليتونه، جنايي پېښې او د مخدره توکو د قاچاق موضوعات شامل دي.

نوموړی زياتوي چې د پوليسو ۱۱۹ شمېره د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت په کنټرول کې مهم رول لري.

بلخ کې د ۱۱۹ مرکز مسوول دا هم وويل چې په يو کال کې يې د خلکو د تماسونو او همکارۍ په واسطه د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې څه باندې ۱۰۰ ماينونه کشف او خنثی کړي دي.

هغه وويل: ((موږ د خلکو له همکارۍ مننه کوو، د ۱۱۹ مرکز د تماسونو له لارې موږ خطرناک بانډ ګروپونه نيولي، د اور اخيستنې پېښې مو کنټرول کړې، د ناڅاپي پېښو پر مهال مو هېوادوال ژغورلي او تر ټولو مهمه خبر دا چې د نشه يي توکو ګڼ قاچاق وړونکي مو له همدې لارې نيولي دي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې له ۱۱۹ مرکز سره د تماس نيونکي شخص هويت په بشپړ ډول پټ پاتې کېږي او قضيې ته له رسېدنې وروسته ياد شخص ته بېرته اطمنان هم ورکول کېږي.

په ورته مهال د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکي هم د پوليسو ۱۱۹ شمېرې سره اشنا دي خو په دې برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.

ظريفه قاضي زاده د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې د ګذر وکيله ده چې د پوليسو د ۱۱۹ شمېرې فعاليتونو په اړه معلومات لري.

هغه وايي، ۱۱۹ مرکز د جنايي پېښو د مخنيوي او يادو پېښو ته د رسېدنې برخه کې اغېزمن تمام شوی دی.

د مېرمن قاضي زاده په خبره، کله چې خلک له يوې عاجلې پېښې سره مخ شي او د حوزې شمېره ورسره نه وي، نو په دغه وخت کې د پوليسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ وهي او هغوی هم مرسته ورسره کوي.

نوموړې وايي، که چېرې ۱۱۹ شمېرې زنګ ووهل شي او دقیق ادرس ورکړل شي، نو ډېر امکان لري چې د پېښې مخه ونيول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.