مزارشريف (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د پوليسو ۱۱۹ شمېرې له لارې تېر يو کال کې ۱۸۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو ۱۱۹ مرکز ادارې مسوول څارمن عبدالواسع عالمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د ۱۱۹ شمېرې له لارې يې څه باندې ۱۸۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې ده.
هغه زياته کړه چې په دغو پېښو کې ترهګريز فعاليتونه، جنايي پېښې او د مخدره توکو د قاچاق موضوعات شامل دي.
نوموړی زياتوي چې د پوليسو ۱۱۹ شمېره د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت په کنټرول کې مهم رول لري.
بلخ کې د ۱۱۹ مرکز مسوول دا هم وويل چې په يو کال کې يې د خلکو د تماسونو او همکارۍ په واسطه د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې څه باندې ۱۰۰ ماينونه کشف او خنثی کړي دي.
هغه وويل: ((موږ د خلکو له همکارۍ مننه کوو، د ۱۱۹ مرکز د تماسونو له لارې موږ خطرناک بانډ ګروپونه نيولي، د اور اخيستنې پېښې مو کنټرول کړې، د ناڅاپي پېښو پر مهال مو هېوادوال ژغورلي او تر ټولو مهمه خبر دا چې د نشه يي توکو ګڼ قاچاق وړونکي مو له همدې لارې نيولي دي.))
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې له ۱۱۹ مرکز سره د تماس نيونکي شخص هويت په بشپړ ډول پټ پاتې کېږي او قضيې ته له رسېدنې وروسته ياد شخص ته بېرته اطمنان هم ورکول کېږي.
په ورته مهال د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکي هم د پوليسو ۱۱۹ شمېرې سره اشنا دي خو په دې برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.
ظريفه قاضي زاده د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې د ګذر وکيله ده چې د پوليسو د ۱۱۹ شمېرې فعاليتونو په اړه معلومات لري.
هغه وايي، ۱۱۹ مرکز د جنايي پېښو د مخنيوي او يادو پېښو ته د رسېدنې برخه کې اغېزمن تمام شوی دی.
د مېرمن قاضي زاده په خبره، کله چې خلک له يوې عاجلې پېښې سره مخ شي او د حوزې شمېره ورسره نه وي، نو په دغه وخت کې د پوليسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ وهي او هغوی هم مرسته ورسره کوي.
نوموړې وايي، که چېرې ۱۱۹ شمېرې زنګ ووهل شي او دقیق ادرس ورکړل شي، نو ډېر امکان لري چې د پېښې مخه ونيول شي.
هغه زياتوي: ((په کومه سيمه کې چې زه اوسېږم نو د پوليسو ۱۱۹ شمېرې لخوا د څو پېښو مخنيوی شوی دی.))
د مزارشريف اوسېدونکی سيد عباس د پېښو مخنيوي کې د ۱۱۹ شمېرې مرکز نقش مهم بولي خو وايي چې لا هم په دې برخه کې د چټکو اقداماتو اړتيا ليدل کېږي.
نوموړی وايي چې ځيني وخت د ۱۱۹ شمېرې پوليس له تماسه څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته رسېږي چې دا خپله يوه ستونزه ده او بايد امنيتي چارواکي يې د حل په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د هغه په خبره، لا هم ډېری ښاريان د پوليسو ۱۱۹ شمېرې له خدماتو خبر نه دي نو په وينا يې چې دې برخه کې بايد د عامه پوهاوي لپاره کار وشي.
د بلخ په امنيې قوماندانۍ کې د پوليسو ۱۱۹ مرکز مشر د مزار له ښاريانو غواړي چې د نوي کال پر مهال د پېښو د مخنيوي په موخه بايد خلک له دوی سره همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










