ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ سوداګر: خوراکي توکي په ارزانه بيه عرضه کوو

د بلخ سوداګر: خوراکي توکي په ارزانه بيه عرضه کوو

author avatar
18 Mar 2020 - 16:20
د بلخ سوداګر: خوراکي توکي په ارزانه بيه عرضه کوو
author avatar
18 Mar 2020 - 16:20

مزارشريف (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې، صنعت او تجارت اداره او عام سوداګر وايي چې هېواد کې په کافي اندازه د اړتيا وړتيا توکي شته او حکومت بايد د احتکار کوونکو د مخنيوي ترڅنګ هغوی ته سزا هم ورکړي.

دغه سوداګر چې د کب په ۲۸مه په مزارشريف کې راټول شوي وو همدا راز ژمنه کوي چې د ښار په بېلابېلو موقعيتونو کې به ارتزاقي مواد په ارازنه بيه تر خلکو رسوي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس ارش يونسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ په حيرتان بندر کې د منځنۍ اسيا هيوادونو سره د تجارتي راکړې ورکړې لړۍ په نورمال ډول روانه ده.

هغه زياته کړه چې هره ورځ د حيرتان له لارې څه باندې اته زره ټنه اوليه مواد هيواد ته واردېږي چې د افغانستان ۷۰ سلنه اړتيا له همدې لارې پوره کېږي.

يونسي وويل چې يو شمېر کسانو په تېرو څو ورځو کې د سوداګرو له نوم څخه ناوړه استفاده کړې او پر احتکار يې لاس پورې کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((خلک دې هېڅ ډول تشويش نه کوي، په کور دننه موږ په کافي اندازه ارتزاقي مواد لرو او په مناسبه بيه يې تر خلکو رسوو.))

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس له خلکو غوښتنه وکړه چې احتکار کوونکي دې پوليسو ته ور وپېژني څو يې د مخنيوي پر وړاندې جدي اقدامات وشي.

يونسي وايي چې د هغو زرګونه ټنه اوړو او غنمو تخنيکي ستونزې هم حل شوي او تېره ورځ هيواد ته راوړل شول چې له څه مودې راهيسې په ازبکستان کې بند پاتې وو.

په ورته مهال د بلخ صنعت او سوداګرۍ ادارې رييس محمد ياسين اکبري پژواک ته وويل چې بلخ ولايت مقام سره يې په ګډه جلسه کې توافق کړی چې خلکو ته به په ارزانه بيه اوليه توکي ور رسوي.

د هغه په خبره، له تېرې ورځې راهيسې د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې يو شمېر شرکتونو د لويو موټرو له لارې ارتزاقي مواد د خلکو تر کورونو رسوي او په وړ بيه يې پرې پلوري.

نوموړي زياته کړه: ((په مزارښار کې نرخونه په بشپړ ډول کنټرول شوي، پنځوس کيلو اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، پنځه کيلو غوړي په ۳۹۵ افغانۍ او همدا ډول نور اړتيا وړ توکي د تېر په څېر په مناسبه بيه پلورل کېږي.))

هغه زياتوي چې که احياناً بندرونه وتړل شي او واردات بند هم شي؛ نو دوی د حکومت په مرسته کولای شي چې د خلکو اړتيا وړ توکي په مناسبه بيه چمتو کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.