ښرنه (پژواک، ١٣ ورى ٩٨): د پکتيکا حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د کرونا نارغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.
د پکتيکا د ولايت مقام د دفتر رييس حاجي مير ځلاند د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې اوونۍ په اوږدو له دغه ولايت څخه د کرونا ويروس اووه شکمنې پېښې د معايناتو لپاره استول شوي وو چې يوه يې مثبت ده.
ده زياته کړه: ((دغه کس د سروبې ولسوالۍ اوسيدونکى دى چې لس ورځې وړاندې له دوبۍ څخه هېواد ته راستون شوى و او د کرونا نتيجه يې مثبت ده.))
د پکتيکا روغتيايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ ١٩٦ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېر يې په هرات ولايت کې دي.
د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه حکومت په يو شمېر ولايتونو کې دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه تعطيل کړي او پر ګرځېدو يې هم محدويتونه وضع کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP