کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۹) : نړیوال بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ.
د نړیوال بانک لخوا نن د وري په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې پیسې به د کرونا ویروس د ګواښ مخنیوي او له یاد ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دغه هیواد د روغتیايي بنسټ د پیاوړي کېدو په برخه کې ولګول شي.
سرچینې زیاته کړې:"دغه بېړنۍ مرسته به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر نور هم پیاوړی کړی، تر څو په افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ نور هم کم شي او د اړتیا ډېرېدو پرمهال به د افغانستان خلکو ته ډېر روغتیايي خدمات وړاندې شي."
نړیوال بانک ویلي، د یادې مرستې ۱۹.۴ میلیون ډالر د نړیوال بانک او نور۸۱ میلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا چمتو کیږي.
د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس ټاکل شوې دغه مرستې د روغتیا وزارت لخوا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او نورو غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ چې په روغتیايي برخو کې فعالیت کوي ولګول شي.
login or register a new account.