منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نړیوال بانک کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان سره سل میلیون ډالره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۹) : نړیوال بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ.

د نړیوال بانک لخوا نن د وري په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې پیسې به د کرونا ویروس د ګواښ مخنیوي او له یاد ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دغه هیواد د روغتیايي بنسټ د پیاوړي کېدو په برخه کې ولګول شي.

سرچینې زیاته کړې:"دغه بېړنۍ مرسته به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر نور هم پیاوړی کړی، تر څو په افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ نور هم کم شي او د اړتیا ډېرېدو پرمهال به د افغانستان خلکو ته ډېر روغتیايي خدمات وړاندې شي."

نړیوال بانک ویلي، د یادې مرستې ۱۹.۴ میلیون ډالر د نړیوال بانک او نور۸۱ میلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا چمتو کیږي.

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس ټاکل شوې دغه مرستې د روغتیا وزارت لخوا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او نورو غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ چې په روغتیايي برخو کې فعالیت کوي ولګول شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر رئیسي هنري کرالي ویلي:"نړیوال بانک ژمن دی چې له ستونزو ډکو شرایطو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ودریږي او په دغه هیواد کې له ټولو هڅو څخه ملاتړ وکړي."

نوموړې هیله ښودلې چې په یادې مرستې سره د افغانستان روغتیايي بنسټ پیاوړی شي او د کرونا ویروس پراخېدو مخه ونیول شي.

نړیوال بانک پر داسې مهال د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره د مرستې اعلان کوي چې په دغه هیواد کې کرونا ویروس د پراخېدو په حال کې دی.

دافغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۷۳ مثبتې پېېښې ثبت شوي تر ټولو ډېرې په هرات او کابل کې دي. او شپږ کسان مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد