کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظت قطعې یو کارکوونکی قیام الدین مقصودي تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله له خوا ووژل شو.
د کابل امینه قوماندانی ویاند فردوس فرامز د وري په ۱۶مه، د دغه خبر د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د نامعلومو وسله والو په دغه برید کې د ولسمشرۍ ماڼۍ یو بل ساتونکی هم ټپی شوی دی.
دی وايي، په دې اړه پولیسو څیړنې پيل کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې مقصودي د ولسمشر له نږدې ساتونکو څخه او تل یې په سفرونو کې هم ورسره ملتیا کوه.
login or register a new account.