ميدان ښار(پژواک، ۲۱ وری ۹۹): سیمه ییز چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو د والي په ګډون اته طالبان ټپیان دي او څلور نور وژل شوي، خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې.
د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله تېره ورځ له غرمې وروستهپه یو هوایي برید کېد دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په پټانخېلو کلي کې اوښتې ده.
سرچینه لیکي چې په ټپیانو کې شامل د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا ولي جان نومي او په حمزه شهرت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې د طالبانو یو"پټنځای" او د هغوی یو شمېر وسلي هم له منځه تللي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې.
هغه وویل چې د میدان وردګو لپاره د طالبانو له والي سره یې همدا نن خبري کړي، او سیداباد کې طالبانو ته د یادې مرګ ژوبلې خبر ناسم دی.
د سیداباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار راهیسې د سیداباد ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو او دولتی ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده، او دی د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي او نورو طالبانو له مرګ ژوبلې نه دی خبر.
هغه وایي چې په ځینو کلیو کې د دولتي ځواکونو د هاوان ګولۍ هم لګېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن