کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) : د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان وایي چې د وسله والو طالبانو لخوا ټول ۲۰ تنه ملکي وګړي خوشې شوي، نظامیان پکې نشته.
وسله والو طالبانو پرون اعلان وکړ، چې د سولې په ترڅ کې یې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان دولت ۲۰ تنه عسکر د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي دي.
د کندهار یوې امنیتي سرچینې د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه کسان پرون ناوخته ښار ته ورسیدل او د سره صلیب لخوا د ملي امنیت ریاست ته وسپارل شول.
د کندهار امنیه وقماندان مل پاسوال لخوا نن په دې اړه یو سپیناوی خپور شوی او ویلي یې دي چې د طالبانو له لوري په کندهار کې د سولې په نوم خوشې شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او نظامیان پکې نشته.
هغه زیاته کړه، چې د شلو کسانو له ډلې یواځې یو تن یې ۱۱ کاله مخکې په پولیسو کې دنده درلوده، خو وروسته یې پرې ایښې وه.
تادین خان ویلي چې طالبان د سولې پروسه کې رښتینې نه دي، دوی مخکې هم یو شمېر ملکي وګړي د امنیتي ځواکونو په نوم کلونه - کلونه له ځان ساتلي وو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له طالبانو سره دولتي بندیان نشته او اوس د شمیرې پوره کولو لپاره له موټرو ملکي وګړي ښکته کوي.
د افغانستان حکومت هم له تیرو څو ورځو راهیسې له بګرام زندان څخه ۳۶۱ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.
login or register a new account.