ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دزابل جګړه کې ۱۲ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Apr 2020 - 16:26
author avatar
15 Apr 2020 - 16:26

کلات (پژواک، ۲۷ وری ۹۹) : د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په جګړه کې ۱۲ تنو وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په زابل کې د ملي اردو د لوا رییس ارکان  ډګروال احمد جان احمدي د وري په ۲۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې تیره شپه  وسله والو طالبانو د یوه نفوذي پولیس په مرسته د ارغنداب ولسوالۍ پر مقام برید کړی و.

هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې یو پولیس ووژل شو او څلور نورژوبل شوي دي.

د ډګروال احمدي په وینا، ددولتي ځواکونو په ځوابي برید کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شوی دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.