ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران : دبلخ د عامې روغتیا ریاست پر سر ناندرۍ د کروناضد مبارزه زیانمنوي

ډاکټران : دبلخ د عامې روغتیا ریاست پر سر ناندرۍ د کروناضد مبارزه زیانمنوي

author avatar
30 Apr 2020 - 17:40
ډاکټران : دبلخ د عامې روغتیا ریاست پر سر ناندرۍ د کروناضد مبارزه زیانمنوي
author avatar
30 Apr 2020 - 17:40

کابل ( پژواک، ۱۱غویی ۹۹) : د بلح حوزوي روغتون ډاکټران وايي، چې د عامې روغتيا رياست څوکۍ باندې روان جنجالونه یې چارې ټکنۍ کوي او له کرونا ويروس سره د مبارزې هڅې زيانمنولی شي.

دوی چې د بلخ حوزوي روغتون په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه، چې روغتيايي برخې دې د سيمه ييزو رقابتونو او ډلبازيو له امله نه قرباني کېږي.

څه باندې يو کال وشو، چې د بلخ عامې روغتيا رياست پر څوکۍ ناندرۍ روانې دي. په دغه موده کې درې ځله د ياد رياست لپاره نوي ریيسان ټاکل شوي؛ خو ليدل کېږي، چې ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

دغه جنجالونه هغه مهال بيا زيات شول، چې تېره اوونۍ د بلخ حوزوي روغتون لپاره د يو شمېر روغتيايي وسايلو د پېرلو مکتوبونه ټولنيزو رسنيو ته ووتل.

بلخ ولايت مقام، د بلخ ولايتي شورا او د بلخ عامې روغتيا رياست هماغه مهال پژواک ته و‎يلي وو، چې ياده خريداري پنځه کاله پخوانۍ ده؛ خو ښکاري چې دغه موضوع لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

په تازه اقدام کې عامې روغتيا وزارت د تخصصي روغتونونو رييس ډاکټر نظام الدين جليل د بلخ د عامې روغتيا رييس په توګه ټاکلی او همدا راز د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر خليل حکمتي د تخصصي روغتونونو د رييس په توګه ټاکل شوی دی.

اوس د بلخ حوزوي روغتون يو شمېر ډاکټران ياده تبديلي اغېزمنه نه بولي او له عامې روغتيا وزارت څخه د بيا کتنې غوښتنه کوي.

د مزارشريف د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر معراج الدين فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې د عامې روغتيا رياست کې د تغيراتو راوستل ستونزې زياتولی شي.

هغه زياته کړه: (( سره له دې چې موږ د کرونا و يروس له جدي ګواښ سره مخ يو؛ نو په کار ده، چې ټول تمرکز له دغه ويروس سره مبارزې باندې وکړو؛ متاسفانه په اوسنيو شرايطو کې د دې ادارې د رييس تبديلي له کرونا سره مبارزه ټکنۍ کوي)).

نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي چې ممکن د دې قضيې تر شا د هغو کړيو لاس هم وي، چې په تېرو کلونو کې يې په روغتون کې فساد کړی وي.

هغه وايي، چې حکومت بايد دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ حوزوي روغتون د جراحي څانګې متخصص، ډاکټر سيد ناصر حسيني په خپلو خبرو کې وويل، چې د بلخ عامې روغتيا رياست څوکۍ باندې څه باندې يو کال کېږي، چې جنجال روان دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.