منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:05 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیاغړي

ډاکټران : دبلخ د عامې روغتیا ریاست پر سر ناندرۍ د کروناضد مبارزه زیانمنوي

· 3 دقیقې لوستل · 192 کتنې

کابل ( پژواک، ۱۱غویی ۹۹) : د بلح حوزوي روغتون ډاکټران وايي، چې د عامې روغتيا رياست څوکۍ باندې روان جنجالونه یې چارې ټکنۍ کوي او له کرونا ويروس سره د مبارزې هڅې زيانمنولی شي.

دوی چې د بلخ حوزوي روغتون په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه، چې روغتيايي برخې دې د سيمه ييزو رقابتونو او ډلبازيو له امله نه قرباني کېږي.

څه باندې يو کال وشو، چې د بلخ عامې روغتيا رياست پر څوکۍ ناندرۍ روانې دي. په دغه موده کې درې ځله د ياد رياست لپاره نوي ریيسان ټاکل شوي؛ خو ليدل کېږي، چې ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

دغه جنجالونه هغه مهال بيا زيات شول، چې تېره اوونۍ د بلخ حوزوي روغتون لپاره د يو شمېر روغتيايي وسايلو د پېرلو مکتوبونه ټولنيزو رسنيو ته ووتل.

بلخ ولايت مقام، د بلخ ولايتي شورا او د بلخ عامې روغتيا رياست هماغه مهال پژواک ته و‎يلي وو، چې ياده خريداري پنځه کاله پخوانۍ ده؛ خو ښکاري چې دغه موضوع لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

په تازه اقدام کې عامې روغتيا وزارت د تخصصي روغتونونو رييس ډاکټر نظام الدين جليل د بلخ د عامې روغتيا رييس په توګه ټاکلی او همدا راز د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر خليل حکمتي د تخصصي روغتونونو د رييس په توګه ټاکل شوی دی.

اوس د بلخ حوزوي روغتون يو شمېر ډاکټران ياده تبديلي اغېزمنه نه بولي او له عامې روغتيا وزارت څخه د بيا کتنې غوښتنه کوي.

د مزارشريف د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر معراج الدين فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې د عامې روغتيا رياست کې د تغيراتو راوستل ستونزې زياتولی شي.

هغه زياته کړه: (( سره له دې چې موږ د کرونا و يروس له جدي ګواښ سره مخ يو؛ نو په کار ده، چې ټول تمرکز له دغه ويروس سره مبارزې باندې وکړو؛ متاسفانه په اوسنيو شرايطو کې د دې ادارې د رييس تبديلي له کرونا سره مبارزه ټکنۍ کوي)).

نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي چې ممکن د دې قضيې تر شا د هغو کړيو لاس هم وي، چې په تېرو کلونو کې يې په روغتون کې فساد کړی وي.

هغه وايي، چې حکومت بايد دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ حوزوي روغتون د جراحي څانګې متخصص، ډاکټر سيد ناصر حسيني په خپلو خبرو کې وويل، چې د بلخ عامې روغتيا رياست څوکۍ باندې څه باندې يو کال کېږي، چې جنجال روان دی.

نوموړي زياته کړه، که په هرو څو ورځو کې يو کس تبديل شي او بل راشي؛ نو ښکاره خبره ده چې روغتيايي خدمات ټکني کېږي. حکومت او عامې روغتيا وزارت بايد پلټنه وکړي او د ستونزې اصلي جرړې پيدا کړي.

هغه زياته کړه: (( وضعيت ډېر حساس دی، په دې وخت کې که يو څوک له بل ولايت څخه راځي؛ نو ښکاره ده چې د مزار د روغتيايي وضعيت په اړه به ډېر معلومات نه لري؛ نو ځکه موږ وېره لرو، چې کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې ترسره شوې هڅې زيانمنېږي)).

د ده په وينا, له يوې خوا ډاکټرانو خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی او له کرونا ويروس سره مبارزه کوي او له بلې خوا سپکاوی ورته کېږي او دسيسې ورته جوړېږي. نوموړي هم له روغتيا وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلې کړې پرېکړې په تړاو دې بيا کتنه وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا هم د روانو لانجو د حل غوښتنه کوي.

د ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل، چې هڅه کوي څو د ډاکټرانو اعتراضونه د بلخ سيمه ييزې ادارې ته ورسوي او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه ترې وکړي.

د حديد په خبره, روغتيايي برخه بايد پرېښودل شي، چې له کرونا ويروس سره د مبارزې هڅې ګړندۍ کړي.

د هغه په وينا, حکومت بايد د هغو کړيو مخه ونيسي، چې د روغتيايي چارو د ټکنيتوب سبب ګرځي. پژواک خبري اژانس په دې تړاو د بلخ ولايت مقام پر نظر اخيستو بريالی نه شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

تيم پژواک
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول روغتیا
روغتیا

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

روغتیا

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

روغتیا

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

روغتیا

د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

روغتیا

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

روغتیا

هند له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

روغتیا

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

روغتیا

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه