کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : د افغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزیر پر وژل کیدو خواشينی څرګنده کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي سردار عارف وزیر باندې پرون د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه ښار کې وسله وال برید شوی و، چې له امله یې هغه سخت ټپي شو، خو نن سهار یې د اسلام اباد په یوه روغتون کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هغه وژل کیدل په لر او بر سیمه اونړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شو، دا فغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو او ټولنیزو فعالانو هم د هغه وژل غندلي او خواشیني یې ښودلې ده.
د مشرانو جرګې رییس فضلهادي مسلمیار په ټولنیزه شبکه ټویتر کې لیکلي : (( د عارف وزیر شهادت سخت ودردولم، ددې ستر ویر د خواشینۍ مراتب له منظور احمد پشتین او غړو، لر بر ویرژلو پښتنو او په ځانګړي ډول له ویاړلي مبارز علي وزیر سره شریکوم. ))
افغانستان د سیمه ییز ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر متین بیګ هم دعارف وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه هم په ټویټر کې لیکلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر لارې سردار عارف خان وزير ترور کېدو نه يوازې دردولي، بلکې اندېښمن کړی هم دی.
بیګ ویلي، د پښتون ژغورني غورځنګ يو بشپړ مدني او سولهييز حرکت دی چې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، د خپلو روا او انساني حقونو د تر لاسه کولو او پر سيمه د روان ټروريزيم پر ضد مبارزه کوي
د هغه په وینا، نه يوازې د سيمې هېوادونه، بلکې نړۍ يې بايد ملاتړ وکړي. د عارف وزير په څېر مبارزو انسانانو ترور به په سيمه کې د ټروريزم د له منځه تلو وروستۍ هيلې هم مړاوې کړي.
متین بیګ زیاته کړې : (( موږ (تر ډېورنډ کرښه دې غاړه افغانان) او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي يو ډول، له يوه ادرسه، د ورته ترهګري ښکار يوو. زموږ وينه، درد، ارمانونه او دښمن شريک دی. د شهيد پر ګور رڼا او د لارې ملګري يې پياوړي غواړو. ))
د ولسمشر ستر سلاکار او د چارو دادارې رییس فضل محمود فضلي هم د عارف وزیر وژل غندلي او له کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د عارف وزیر د عدم تشدد مبارزه کوله او دا مبارزه به یې هم رنګ راوړي.
په سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخیل هم پر دې وژنې ژور خپګان څرګند کړی دی .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن