کابل(پژواک، ۱۸ غويی ۹۹): یونیسف د کويډ- ۱۹وبا له امله د امېدوارو ښځو او نويو ماشومانو په اړه اندېښنه ښیي، اټکل کوي چې د دې وبا تر پیل وروسته په نهو مياشتو کې به نړۍ کې ۱۱۶ ميليونه ماشومان وزیږېږي چې يو ميليون به يې افغانستان کې وي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) پژواک خبري اژانس ته په استولې اعلاميه کې ليکلي چې پر روغتيايي سيستمونو له حده زيات فشار او د کويډ- ۱۹ ( کرونا ویروس) له وبا څخه رامنځته شويو خدمتونو کې اختلال، ميليونونه ميندې او نوي زېږېدلي ماشومان له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
سرچينه اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې به د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل څخه تر نهو میاشتو ۱۱۶ ميليونونه ماشومان د کویډ-۱۹ وبا د خپرېدو تر سيوري لاندې نړۍ ته سترګې پرانيزي، چې شا وخوا ۲۹ ميليونه به یې سوېلي آسيا کې وزېږېږي؛ په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په نړۍ کې پر روغتيايي سيستمونو او د طبي وسايلو او زنجيري موادو پر وړاندې کولو باندې فشار وارد شوی دی.
سرچينې ليکلي چې په دغو نهو میاشتو کې به د سوېلي اسيا هېوادونو څخه، شاوخوا شل میلیونه ماشومان هند، پنځه میلیونه پاکستان، دوه عشاریه څلور میلیونه بنګله دېش او یو میلیون افغانستان کې نړۍ ته سترګې وغړوي.
د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره د چین په اووهان ښار کې خپور شو او د مارچ په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان دغه ناروغي نړیواله وبا اعلان کړه.
يونيسف له دولتونو او تمويلوونکو څخه غوښتنه کړې، چې د اميندوارو ښځو او نويو زېږېدلو ماشومانو لپاره روغتيايي بېړني خدمتونه برابر کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې که څه هم د کويډ -۱۹ محدود پاتې کېدو لپاره تدابير اړين دي، يونيسف ګواښ کوي، چې دا محدوديتونه کولی شي، حياتي خدمتونه لکه د زېږېدنې مراقبتونه مختل کړي او د ميليونونو اميندوارو ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوي زېږېدلي ناروغان بېړنيو خدمتونو ته اړتيا لري، ځکه چې د هغوی د مړينې ګواښ ډېر دی، نوې کورنۍ د ميندو د روغتيا او سلامتيا د تامين، د شيدو ورکولو ملاتړ، د درملو، واکسينونو او د خپلو ماشومانو د سالمو ساتلو لپاره د تغذيې موندلو لپاره مراقبت ته اړتيا لري.
يونيسف ګواښ کوي، چې که څه هم شواهد ښيي، چې اميندوارې ميندې د نورو په پرتله له کويډ - ۱۹ څخه ډېرې نه اغېزمنې کېږي، هېوادونه بايد له زېږېدنې څخه مخکې، د زېږېدنې په وخت کې او وروسته خدمتونو ته د هغوی لاسرسی تامين کړي. .
يونيسف د ميندو په استازيتوب او د هغوی د ژوندانه د ژغورنې په موخه په راتلونکو مياشتو کې له دولتونو او د روغتيايي مراقبتونو برابرونکو څخه په جدي ډول غوښتنه کوي چې اړينې روغتيايي مرستې وکړي، اميندوارو ميندو سره د ماهرو اشخاصو په واسطه له زېږېدنې څخه مخکې، د زېږېدنې په وخت کې او له هغه وروسته مرسته کول او د اړتيا په وخت کې د کويډ -۱۹ اړوند مراقبتونو مرسته کول، روغتيايي کارکوونکو لپاره د لازمو شخصي محافظتي وسايلو تامين او برابرول او د زېږېدنې په وخت کې او له هغه څخه وروسته د انټان د کنټرول او وقايې ټول تدابيرو رعايت کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې روغتيايي کارکوونکو ته دې اجازه ورکړل شي، څو اميندوارو ښځو او هغو ميندو ته چې په وروستيو کې يې ماشومان زېږولي، کورونو ته رسېدنه وکړي، هغه ښځې چې په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي، وهڅول شي، څو د زېږېدنو له تمځايونو څخه استفاده وکړي او له لرې څخه د طبابت له سيستمونو څخه ګټه پورته کړي.
login or register a new account.