منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یونیسف: کويډ- ۱۹ وبا ميليونونه ميندې او نوي زېږېدلي ماشومان له ګواښ سره مخ کړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل(پژواک، ۱۸ غويی ۹۹): یونیسف د کويډ- ۱۹وبا له امله د امېدوارو ښځو او نويو ماشومانو په اړه اندېښنه ښیي، اټکل کوي چې د دې وبا تر پیل وروسته په نهو مياشتو کې به نړۍ کې ۱۱۶ ميليونه ماشومان وزیږېږي چې يو ميليون به يې افغانستان کې وي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) پژواک خبري اژانس ته په استولې اعلاميه کې ليکلي چې پر روغتيايي سيستمونو له حده زيات فشار او د کويډ- ۱۹ ( کرونا ویروس) له وبا څخه رامنځته شويو خدمتونو کې اختلال، ميليونونه ميندې او نوي زېږېدلي ماشومان له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

سرچينه اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې به د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل څخه تر نهو میاشتو ۱۱۶ ميليونونه ماشومان د کویډ-۱۹ وبا د خپرېدو تر سيوري لاندې نړۍ ته سترګې پرانيزي، چې شا وخوا ۲۹ ميليونه به یې سوېلي آسيا کې وزېږېږي؛ په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په نړۍ کې پر روغتيايي سيستمونو او د طبي وسايلو او زنجيري موادو پر وړاندې کولو باندې فشار وارد شوی دی.

 

سرچينې ليکلي چې په دغو نهو میاشتو کې به د سوېلي اسيا هېوادونو څخه، شاوخوا شل میلیونه ماشومان هند، پنځه میلیونه پاکستان، دوه عشاریه څلور میلیونه بنګله دېش او یو میلیون افغانستان کې نړۍ ته سترګې وغړوي.

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره د چین په اووهان ښار کې خپور شو او د مارچ په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان دغه ناروغي نړیواله وبا اعلان کړه.

يونيسف له دولتونو او تمويلوونکو څخه غوښتنه کړې، چې د اميندوارو ښځو او نويو زېږېدلو ماشومانو لپاره روغتيايي بېړني خدمتونه برابر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې که څه هم د کويډ -۱۹ محدود پاتې کېدو لپاره تدابير اړين دي، يونيسف ګواښ کوي، چې دا محدوديتونه کولی شي، حياتي خدمتونه لکه د زېږېدنې مراقبتونه مختل کړي او د ميليونونو اميندوارو ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوي زېږېدلي ناروغان بېړنيو خدمتونو ته اړتيا لري، ځکه چې د هغوی د مړينې ګواښ ډېر دی، نوې کورنۍ د ميندو د روغتيا او سلامتيا د تامين، د شيدو ورکولو ملاتړ، د درملو، واکسينونو او د خپلو ماشومانو د سالمو ساتلو لپاره د تغذيې موندلو لپاره مراقبت ته اړتيا لري.

يونيسف ګواښ کوي، چې که څه هم شواهد ښيي، چې اميندوارې ميندې د نورو په پرتله له کويډ - ۱۹ څخه ډېرې نه اغېزمنې کېږي، هېوادونه بايد له زېږېدنې څخه مخکې، د زېږېدنې په وخت کې او وروسته خدمتونو ته د هغوی لاسرسی تامين کړي. .

يونيسف د ميندو په استازيتوب او د هغوی د ژوندانه د ژغورنې په موخه په راتلونکو مياشتو کې له دولتونو او د روغتيايي مراقبتونو برابرونکو څخه په جدي ډول غوښتنه کوي چې اړينې روغتيايي مرستې وکړي، اميندوارو ميندو سره د ماهرو اشخاصو په واسطه له زېږېدنې څخه مخکې، د زېږېدنې په وخت کې او له هغه وروسته مرسته کول او د اړتيا په وخت کې د کويډ -۱۹ اړوند مراقبتونو مرسته کول، روغتيايي کارکوونکو لپاره د لازمو شخصي محافظتي وسايلو تامين او برابرول او د زېږېدنې په وخت کې او له هغه څخه وروسته د انټان د کنټرول او وقايې ټول تدابيرو رعايت کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې روغتيايي کارکوونکو ته دې اجازه ورکړل شي، څو اميندوارو ښځو او هغو ميندو ته چې په وروستيو کې يې ماشومان زېږولي، کورونو ته رسېدنه وکړي، هغه ښځې چې په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي، وهڅول شي، څو د زېږېدنو له تمځايونو څخه استفاده وکړي او له لرې څخه د طبابت له سيستمونو څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې په هغو سيمو کې چې هلته روغتيايي مرکزونه تړلي وي د زېږېدنې د ترسره کولو لپاره د زېږېدنې له پاکو بستو سره د روغتيايي کارکوونکو تجهيز او د هغوی رزونه او ساتنه؛ د مور او ماشوم د روغتيا لپاره د حياتي خدمتونو او ملزماتو لپاره د سرچينو تخصيص؛ د يونیسف له وړانديزونو څخه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه معلومه نه ده، چې ايا د زېږېدنې په وخت کې ويروس له مور څخه ماشوم ته انتقالېږي او که نه، خو يونيسف د دې سپارښتنه کوي، چې ټولې اميندوارې ښځې د کرونا د اخته کېدو د خونديتوب لپاره احتياطي اقدامات رعايت کړي، په خپل ځان کې د کويډ - ۱۹ ناروغي علايمو ته پام وکړي او که کومه نښه يا اندېښنه ولري، تر ټولو نږدې روغتيايي مرکز څخه چې د دې موخې لپاره ځانګړی شوی وي، مشوره واخلي.

یونیسف لیکي چې په کويډ - ۱۹ اخته ميندې بايد ماشومانو ته د شيدو ورکولو په وخت کې ماسک وکاروي، د ماشوم له لمس کولو څخه مخکې او وروسته خپل لاسونه ووینځي او له قابلې ډاکټر سره دې د زېږېدنې تر ټولو خوندي سيمې په اړه مشوره وکړي او له زېږېدنې څخه وروسته ماشوم ته د واکسيناسيون په ګډون طبي خدماتو ته دوام ورکړي.

يونيسف وړانديز کوي، چې ژر تر ژره د روغتيايي کارکوونکو پر روزنه او تجهيز باندې پانګونه وشي، څو روغتيايي کارکوونکي له لازمو روزنو او تجهيزاتو څخه برخمن شي او وکولی شي، چې ټولو ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو ته په خوندي توګه مراقبتونه برابر کړي او د اميندوارۍ، زېږېدنې او له هغه څخه وروسته اختلاطاتو څخه مخنيوي وکړي او د پېښېدو په وخت کې هغه تداوي کړي.

د سوېلي اسيا لپاره د يونيسف سيمه ييز مشر، جين ګاف وايي، د کویډ - ۱۹ ناروغۍ خپرېدل د دې لامل شوي، چې ميندې پر دغې ناورغۍ د اخته کېدو له وېرې د روغتيايي خدمتونو موندلو څخه هم وېره لري، او په ورته وخت کې، له بده مرغه ډېر شمېر د تګ راتګ د بنديز او پر روغتيايي سيستمونو باندې له حده ډېر فشار له امله له بېړنيو خدمتونو څخه بې برخې پاتې دي.

د ده په وينا، د ټولنې روغتيايي کارکوونکي او قابلې بشپړ ملاتړ ته اړتيا لري.

دی وایي چې په دې بحراني وخت کې بايد ټول يو او بل ته لاس ورکړي، څو ټولې اميندوارې ميندې د خوندي زېږېدنې لپاره د اړتیا وړ ملاتړ څخه برخمنې شي او هغه ښځې چې غواړي، د زېږېدنو ترمنځ وقفه وکړي، لازم مواد او معلومات ورته برابر شي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا