ښرنه (پژواک، ٢٣ غويی ٩٩): د پکتيکا حکومتي مسوولين ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو په بېلابېلو بريدونو کې درې قومي مشران او يوه بله ماشومه نجلۍ وژل شوي او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د غويي په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر وسله والو طالبانو د خيرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن کلي کې پر ملکي وګړو ډزې کړې دي.
دى وايي چې په دغو ډزو کې دوه قومي مشران او يوه پنځه کلنه نجلۍ وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
ارين دا هم وويل چې په دغه ورځ طالبانو په وازېخوا ولسوالۍ کې يو بل قومي مشر هم پر ډزو وژلى دى.
په ورته وخت کې د خيرکوټ ولسوالۍ د محمد حسن کلي اوسېدونکي عيد محمد پژواک ته وويل چې طالبانو مازيګر مهال د دوى په سيمه کې پر ملکي خلکو ډزې کړې دي.
دى وايي چې په دغه بريد کې قومي مشران هر يو محمد صديق او محمد هاشم او يوه ماشومه نجلۍ وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP