ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: طالبانو پروني بریدونه رد کړي او غندلي دي

امریکا: طالبانو پروني بریدونه رد کړي او غندلي دي

author avatar
13 May 2020 - 12:16
امریکا: طالبانو پروني بریدونه رد کړي او غندلي دي
author avatar
13 May 2020 - 12:16

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹): که څه هم د افغانستان حکومت د پرونیو بریدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو امریکا وایي چې طالبانو دغه بریدونه رد کړي او غندلي دي.

پرون له غرمې مخکې په کابل کې پر یوه زېږنتون ډله ییز برید وشو چې د چارواکو په وینا، په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

دغه راز د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د جنازې پر مهال ځانمرګي برید کې تر سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسمشر اشرف غني او نورو دولتي چارواکو د دغو بریدونو مسوولیت او پړه پر وسله والو طالبانو او داعش واچوله او ولسمشر د طالبانو پر وړاندې د یرغلیزو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې په میاشت او د کرونا ویروس خپرېدو له ګواښونو سره سره دا ډول کرکه زېږوونکي ترهرګریز بریدونو ترسره کول پر سختو ټکو غندي.

سرچینې زیاته کړې: "طالبانو د کابل او د ننګرهار په بریدونو کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي او بریدونه یې د غندنې وړ بللي دي.

طالبان او افغان حکومت باید د قانون منګولو ته د دغو بریدونو د عاملینو سپارلو لپاره یو له بل سره همکاري وکړي."

طالبانو په یادو بریدونو کې لاس لرل رد کړي او داعش ډلې د ننګرهار د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، تر هغه چې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې دوامداره کمښت رانه شي او د سیاسي هواري په برخه کې د پرمختګ په برخه کې هڅې کافي حد ته ونه رسېږي، دغه هېواد به همدغسې د ترهګریزو فعالیتونو تر اغېز لاندې پاتې شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانان له ترهګرۍ څخه د پاک راتلونکي مستحق دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.