کندهار ښار (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : په کندهار ښار کې د یوې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند جمال بارکزي نن (د غویي ۲۵مه)، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د برېښنا کوټ پله ته نږدې د پولیسو د ګزمې پر رنجر موټر شوې ده.
وايي، په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې تنه ټپیان شوي چې دوه په کې پولیس دي.
د بارکزي په وینا، ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه لري.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
login or register a new account.