منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۲ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : په کندهار ښار کې د یوې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.

د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند جمال بارکزي نن (د غویي ۲۵مه)، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د برېښنا کوټ پله ته نږدې د پولیسو د ګزمې پر رنجر موټر  شوې ده.

وايي، په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې تنه ټپیان شوي چې دوه په کې پولیس دي.

د بارکزي په وینا، ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه لري.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه