Language

حکومت: طالبانو نا اعلان شوي پسرلني عملیات پیل کړي

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې وسله والو طالبانو د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم پسرلني عملیات پیل کړي، خو رسمي اعلان یې نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د یرغلیزو عملیاتو د پیل د عواملو په اړه نن د غویي په ۲۹مه، په یوه خبري کنفرانس کې معلومات شریک کړل.

دوی وویل، د افغانستان حکومت دغه اقدام ته د طالبانو له پرله پسې بریدونو وروسته اړ شو.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو په ملتیا پرته له اعلان څخه خپل پسرلني عملیات پیل کړي چې پر وړاندې يې ولسمشر محمد اشرف غني هم افغان ځواکونو ته د تعرضي عملیاتو ترسره کولو امر کړی دی.

هغه له امریکا سره د شوې هوکړې له ژمنو د طالبانو سرغړونه، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو هدف ګرځول، د امنیتي ځواکونو له خوا له دفاعي حالت څخه د یرغلیز حالت غوره کول یو بل دلیل بولي.

اندرابي وایي: " د دې لپاره چې د خپلو خلکو، روغتونونو، برېښنا پایو او نورو تاسیساتو ساتنه وکړو د ولسمشر په امر له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته داخله شوي یو، زموږ موخه جګړه نه ده، بلکې یوازې سولې ته رسېدل دي اوبس، خو طالبان د پردیو استخباراتو په اشاره زموږ خلک او تاسیسات له منځه وړي. "

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، طالبانو د نا اعلان شوې پسرلنۍ جګړې تر څنګ له نړیوالو ترهګرو سره نږدې اړیکې نه یوازې چې پرې کړې نه دي، بلکي په نوې بڼه یې هغه لا پراخې کړې دي.

د ملي امنیت سرپرست رییس احمد ضیا سراج وویل، وسله والو طالبانو له امریکا سره په دوحه کې له هوکړې وروسته ۳۸۰۰ بریدونه کړي چې په کې ۴۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۰۶ تنه نور یې ټپیان کړي.

 د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو تر منځ تر هوکړې وروسته افغانانو تمه درلوده چې جګړه به کمه او سولې ته به نږدې شي، خو برعکس طالبانو د خلکو دغو هيلو ته ځواب ونه وایه او خپلو بریدونو ته یې شدت ورکړ.

سراج زیاته کړې، د طالبانو د کویټې شورا او د ولایتونو د شوراګانو د رهبرۍ په هسته کې یې وروستي تغییرات د دې ښودنه کوي چې دغه ډله د سولې لپاره نیت نه لري، بلکې په جګړه ټینګار لري.

دغه راز د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري په دې غونډه کې وویل، تر دې مهاله يې په بدخشان، اروزګان، پکتیا، بلخ، او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو او نورو ډلو پروړاندې یرغلیز عملیات پیل شوي چې دغې ډلې ته په کې دارنه تلفات اوښتي دي.

هغه زیاته کړه ، په دغو عملیاتو کې د دښمن په نسبت د امنیتي ځواکونو تلفات څو چنده کم دي.

login or register a new account.