کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله د اختریز پیغام په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې بې ارزښته بللی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له امریکا سره پر شوي تړون د بریا ترلاسه کولو ترڅنګ ټینګار کړی چې باید پرې عمل وشي.
دغه راز نوموړي له امریکا غوښتي چې د سولې لپاره چاته اجازه ورنه کړي چې ددې تړون پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو د مشر پیغام ځکه بې ارزښته دی چې هغوی د روژې په مبارکه میاشت کې هم د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی.
د هغه په وینا، دې پیغام هغه مهال ارزښت درلود چې طالبانو له خلکو سره روغه او سوله کړې وای.
صدیقي ویلي : (( د حیرانتیا خبره ده، طالبان هره ورځ خلک پر چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژني ، تاوتریخوالي ته یې ادامه ورکړې او بیا همهاله د سولې تړون په اړه هم خبرې کوي .))
بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم په ټویټر کې په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
هغه لیکلي، ملا هبت الله په خپل پیغام کې له طالبانو غوښتي چې خپلو بریدونو او جګړو ته ادامه ورکړي او نور خلک ووژني.
فیصل ویلي، طالبان د اختر لپاره جګړه او بریدونه خلکو ته د ډالۍ په توګه وړاندې کوي.
د هغه په وینا، طالبان د سولې فرصت ضایع کوي.
login or register a new account.