کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نیټه ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې لوړېدل ورته د منلو نه دي، دا د طالبانو مسوولیت دی چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.
د امریکا دغې چارواکې وویل چې دوی د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې، خو د طالبانو فعالیتونه هم له نږدې څاري او د اړتیا پر مهال به د افغان ځواکونو دفاع کوي.
د مرکزي او سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن الیس ویلز دغه څرګندونې د خپل ماموریت په وروستي ویډیو خبري کنفرانس کې وکړې چې په کې د سیمې د هېوادونو ژورنالېستانو هم ګډون کړی وو او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
هغې له تېرو درېيو کلونو راهیسې پر دغې څوکۍ کار وکړ او له طالبانو سره د امریکا د نېغ په نېغه خبرو اترو لړۍ هم دې په قطر کې پیل کړې وه.
نوموړې وویل چې ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د سوېلي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه چې په افغانستان کې جګړه باید ختمه او ځواکونه یې بېرته راوغوښتل شي.
د هغې په وینا، دغه دی درې کاله وروسته د تګلارې مهمې برخې په عملي کېدو دي ، چې له سیاسي جوړ جاړي سره به جګړه ختمیږي، خو دا ټول مشروط دي.
میرمن ویلز وایي، د دې تګلارې له مخې، پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او هندوستان د افغانستان په بیارغونه کې ډېر مهم رول لوبوي.
هغې زیاته کړه، تر یو کلن مذاکراتو وروسته له طالبانو سره هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې طالبانو ژمنه کړې چې افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو مرکز نه ګرځي.
د امریکا دغې چارواکې وویل چې دوی د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې، خو د طالبانو فعالیتونه هم له نږدې څاري او د اړتیا پر مهال به د افغان ځواکونو دفاع کوي.
میرمن ویلز زیاتوي چې د تاوتریخوالي د کچې لوړېدل امریکا ته د منلو وړ نه ده، دا د طالبانو مسوولیت دی چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.
هغې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه افغان مشران خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړې له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د کرونا او ترهګرو ډلو پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
login or register a new account.