کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایي، حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هېواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو له استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې کوي.
له ارګ څخه د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرباڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د عظیم الشان قران د ختم مراسمو او د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې ګډون وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په ارګ کې د روژه ماتي په مناسبت دغه مېلمستیا او ناسته کې چې مخکني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدیونس قانوني، استاد محمدکریم خلیلي، ډاکټر زلمي رسول، حاجي محمدمحقق، باتور دوستم، محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، محمدمعصوم ستانکزي او رنګین دادفر سپنتا حضور درلود، ټولو مشرانو د هېواد په ملي او سیاسي مسایلو او روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد له سیاسي شخصیتونو او جهادي مشرانو څخه یو ځل بیا د دغه سیاسي توافق له امله مننه وکړه او دا یې د ملي یووالي او سیاسي اجماع لپاره چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د تامین او د تحمیلي جنګ د پای ته رسېدو لامل شي، مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه، حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هېواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې وکړي.
login or register a new account.