کندهار (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۹): د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر چاونه شوې چې د یوې کورنۍ ۴ تنه یې وژلي دي او یو یې ټپي کړی دی.
پېښه نن له غرمې وروسته د دغې ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو یو بایفور موټر چې له کندهاره اروزګان ته پر لاره و، د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې ورباندې چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې موټر کې د یو کورنۍ غړي سپاره وو چې ۳ ماشومان او د هغوی مور وژل شوي او د ماشومانو پلار چې موټر یې چلوه، ټپي شوی دی.
دی وايي، ټپي وګړی د پولیسو له خوا د درملنې په موخه اروزګان ولایت ته وړل شوی دی.
په کندهار کې دا چاودنه داسې مهال کېږي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي چې وسله والو طالبانو د اختر درې ورځې په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړی دی.
چارواکي وايي، په لویو لارو کې ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کېږي چې ډېر مهال ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
خو وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
ميانشين ولسوالي د کندهار له شمالي ناامنو ولسواليو ده چې له کندهار ښار څخه شاوخوا ٧٠ کيلومتره واټن لري او د کندهار- اروزګان لار هم ورڅخه تېرېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن