کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان حکومت له نړیوال بانک سره پر دې خبرې وکړې چې ددوی له لوري تمویلوونکې اوږود مهاله پروژې د حکومت د لومړیتوبونو پر اساس کرونا ویروس سره د مبارزې په برنامو کې ولګول شي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي په مشرۍ پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو او ژمنو په اړه خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، هینري په دې اړیکه کې ویلی، نړیوال بانک د افغانستان د حکومت د برنامو ملاتړ او ګډ کار کوي، ترڅو له هغو کورنیو سره چې د کرونا ویروس له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي، مرسته وشي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې پر دې هم بحث وشو چې د ولسي تړون په چوکاټ کې د سیمه ییزه شوراګانو او د افغانستان حکومت له لوري تشخیص شویو بضاعته کورنیو سره چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، د بیړنیو خوراکي مرستو په موخه د حکومت لوی ملي برنامې، نړیوال بانک تمویلوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه پر دې هم بحث وشو چې د حکومت او نړیوال بانک د ګډې ارزونې په پایله کې دې په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د تمویلېدونکو پروژو منابع چې عملي کېدل یې د بېلابېلو دلایلو په اساس زیات وخت اخلي، د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونو په اساس کرونا ویروس سره د مبارزې په برنامو کې ولګول شي.
دیادونې وړ ده، د کروندګرو او کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه د حکومت د کرنیزو مرستو، اصلاح شویو تخمونو او اوبولګولو سیستم دوه کلنه پروژه هم د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي، ترڅو د ارزښت زنځیر او فرصتونه ایجاد او کروندګر زیات پیداوار او عاید ترلاسه کړي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې همدارنګه د اوبو لګولو پروژو د تنظیم او ملاتړ په اړه خبرې وشوې. ولسمشر غني وغوښتل چې د ځنګلونو احیا دې هم د نړیوال بانک له لوري تمویلېدونکو پروژو کې شامله شي چې د ځنګلونو زرغونولو او چاپیریال ساتنې باندې د تمرکز ترڅنګ د زراعتي محصولاتو له لارې د خلکو اقتصاد ښه، د کرنیزو محصولاتو ارزښت زیات او د بزګرو او کلیوالوعواید لوړ او څو برابره شي.
login or register a new account.