Language

ناټو : د کرونا ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وایي چې نه یواځې په افغانستان کې يې د خپلو سرتېرو د کرونا معایناتو ظرفیت لوړ کړی، بلکې په دې برخه کې له افغان ځواکونو سره هم همکارۍ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو روزنې ماموریت له خوا د غبرګولي په ۷مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د کرونا په اړه د نړیوال روغتیایي سازمان له لارښوونو سره سم عمل کوي او په دې برخه کې یې هر ډول وقایوي او د مخنیوي اقدامات کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی پخوا د خپلو سرتېرو د کرونا ټسټونه له افغانستانه بهر لېږل، خو د هوایي سفرونو تر محدودیتونو وروسته یې په افغانستان کې د معایناتو لپاره زمینه برابره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې امریکا، اسټرالیا او ناروې مرسته وکړه او اوس ټول معاینات همدلته کیږي.

ناټو ویلي چې دوی نه یواځې د خپلو ټولو سرتېرو، ملکي کارکوونکو او قرارداديانو معاینات کوي، بلکې له دوی سره کار کوونکو افغانانو ته یې هم دا اسانتیا برابره کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دوی له افغان ځواکونو سره د کرونا وبا پر ضد مبارزه کې هر ډول مرسته او همکاري کړې او په راتلونکې کې به هم ورته ادامه ورکوي.

د یادونې ده چې ناټو په لومړیو کې پر کرونا د خپلو یو شمېر سرتېرو د اخته کېدو خبر ورکړی و، خو په دې خبرپاڼه کې یې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics