کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان ، امریکا او ازبکستان په درې اړخیزه ناسته کې د همکاریو د پراختیا ترڅنګ په افغانستان کې د اوربند پر غځولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ۸مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیوډي هیل د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له سرپرست او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه وکړه.
سرچینې زیاته کړې چې د غونډې ګدونوالو د درې اړخیزو خبرو اترو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري پرمختګ باندې بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې ګډونوالو درې واړه هېوادونه په خپلو کې د همکاریو د پراختيا په برخه کې ژمنه وکړه او د سیمې په هېوادونو او نړیوالې ټولنې باندې یې غږ وکړ چې د افغانستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب سره د جګړې د پای لپاره د با دوامه سیاسي جوړجاړي څخه ملاتړ وکړي.
سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د مې ۱۷ نېټې د سیاسي هوکړه لیک هرکلی یې وکړ چې د ټول شموله دولت او ملي مصالحې د عالی شورا جوړېدل یې بشپړ کړل چې دواړه به د سولې د بهیر د لا چټکوالي په برخه کې مرسته وکړي.
ددې ناستې ګډونوالو د بین الافغاني مذاکراتو په عاجل پیل ټینګار وکړ، ترڅو د افغانستان راتلونکي لپاره د سیاسي لارې پر نقشې او د هراړخیز اوربند په اړه بحث وشي .
په خبرپاڼه کې راغلي، درې واړو هېوادونو د افغان جګړې دواړه لوري وهڅول تر څو د اختر د ورځو په څېر اوربند وغځوي او له کرونا څخه د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره اړتیا ده چې افغانستان کې له اوربند څخه مخکې د تاوتریخوالی کچه ټیټه شي.
له یادې ناستې وروسته په خپاره شوي پرېکړه لیک کې د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې او د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون ته په پاملرنې سره د افغانستان دولت او طالبانو پر ژمنې باندې تاکید کوي چې نور افغانستان د ترهګرو ډلو په ګډون د القاعدې او داعش د فعالیتونو لپاره نه کاریږي.
سرچینې زیاته کړې چې ګډونوالو په دې برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه کړې ده.
په پرېکړه لیک کې راغلي، د درې واړه هېوادونو د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو سره ګډونوالو د کرونا ویروس پرمهال پر یو شمېر مهمو موضوعاتو هوکړه وکړه، له روغتیايي ناورین سره د مبارزې لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار، د روغتیایی درملو او تجهیزاتو، د خوراکي او لومړنیو ضروري توکو د لیږد رالیږد په موخه د پولو خلاص ساتلو باندې ټینګار وشو.
په پرېکړه لیک کې راغلي، د افغانستان او ازبکستان پولې سره د کډو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د امنیتي همکاریو پراختیا او ګډې هڅې، همدا شان د ترهګرۍ، د نشه یي توکو قاچاق، د انسان قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او په سیمه کې د ژویو د قاچاق د مخنیوي لپاره دې همکاریو ته پراختیا ورکړل شي.
په دغې ناسته کې د هغو ریل پټلیو پر جوړښت بحث وشو چې ازبکستان د پاکستان له تجارتي بندرونو او نورو هېوادونو سره تړي. په تېره بیا د هغې ریل پټلۍ د جوړولو پر عملي مطالعې بحث وشو چې مزارشریف- هرات- بهرامچه او مزار شریف- کابل – تورخم سره نښلوي.
login or register a new account.