کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹) : د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کولو په تړاو د خبرو اترو لپاره د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غبرګولي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ټیم به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له ټیم سره د دواړو لوریو د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه خبرې اترې وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټویټر کې لیکلي چې د دوی پنځه کسیز تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی او له حکومت سره د بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کوي.
د یادونې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې به د طالبانو پنځه زره او د حکومت زر تنه بندیان خوشې شي.
دوه میاشتې مخکې هم د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی و، خو پر دې اعتراض بېرته لاړ چې له حکومت سره په خبرو کې پرمختګ ونه شو.
خو ددغه ټیم له تګ سره سم د افغانستان حکومت د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړه او تر اوسه یې د طالبانو دوه زره بندیان خوشې کړي دي.
دغه راز طالبانو هم د حکومت شاوخوا دوه نیم سوه بندیان خوشې کړي، خو حکومت وایي چې د طالبانو له خوا خوشې شویو بندیانو کې یو شمېر ملکي مامورین او ملکي وګړي هم شامل دي.
login or register a new account.