Language

په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره په تېره یوه میاشت کې ۷ برابره زیاته شوې

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان کې د کرونا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او په تېره یوه میاشت کې د نورو میاشتو په پرتله پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېره اووه برابره زیاته شوې ده.

 د کرونا ویروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړی په چین کې راښکاره شو، اوس د افغانستان په ګډون په توله نړۍ کې خپور شوی دی.

د  راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه دپاسه پنځه نیم میلیونه کسان پرې اخته ، ۳۵۵ زره کسان مړه او دوه  نیم میلیونه کسان بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د کرونا لومړۍ پېښه  شاوخوا درې میاشتې مخکې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۵مه، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۴مه،  په هرات ولایت کې ثبت شوه.

هغه مهال مسوولینو ویلي وو، چې پر کرونا لومړی اخته شوی تن د ګاونډي هېواد ایران له قم ښاره هېواد ته راستون شوی و.

  د مارچ په ۲۲مه، په افغانستان کې لومړی کس له کرونا څخه په بلخ ولایت کې مړ شو.

په افغانستان کې د کرونا له خپرېدو وروسته په لومړۍ میاشت کې په ټول هېواد کې د کرونا ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او یواځې یو تن مړ شوی و.

د عامې روغتیا وزير ډاکتر فیروز الدین فیروزهغه مهال ګواښ کړی و، چې  که د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې خلک د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو ١٦ ميليونه هېوادوال ښايي پر دې ناروغۍ اخته شي او څه باندې سل زره به یې له امله مړه شي.

په افغانستان کې د کرونا د خپرېدو په دویمه میاشت کې په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېره ۱۸۲۸ ته ورسېده، دغه راز له دې ناروغۍ څخه ۲۲۸ تنه بېرته روغ او ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په لومړیو درېیو میاشتو کې دغه ویروس یواځې په څو ولایتونو کې خپور شوی و، خو په درېیمه میاشت کې نه یواځې دا ناروغي د هېواد ۳۴ ولایتونو ته ورسېده ، بلکې د ناروغانو شمېره یې له ۱۳ زرو څخه واوښته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۳۰۳۶ تنه پر کرونا اخته، ۲۳۵ تنه مړه او ۱۲۰۹ تنه نور روغ شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په لومړۍ میاشت کې په افغانستان کې ۷۴ تنه پر کورنا اخته، یو مړ، په دویمه میاشت کې ۱۷۵۴ تنه پرې اخته  او ۵۷ تنه مړه او په دریېمه میاشت کې ۱۱۲۰۸ تنه پرې اخته او ۱۷۷ تنه مړه شوي دي.

login or register a new account.