Language

په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه دوه نیم میلیونه کسان روغ شوي دي

کابل (پژواک، ۸  غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه دوه نیم میلیونه کسان روغ شوي، خو ۳۵۸ زره کسان له دې وبا څخه مړه شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره پنځه میلیون او ۸۰۰ زرو کسانو ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې دوه نیم میلیونه  کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۵۸  زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۷۰۰ زرو  څخه اوښتې او ۱۰۲ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۴۱۵  زره کسان پرې اخته، او ۲۶ زره کسان مړه شوي دي،   روسیه کې ۳۷۰ زره کسان پرې اخته خو یواځې څلور زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا،  جرمنی ، ترکیه او هندوستان هغه هېوادونه چې د کرونا له امله ډېر کسان ناروغه او مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه شاوخوا ۱۳ زره کسان پرې اخته،۲۳۰  مړه او ۱۲۰۰   تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.