کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹): د ولسمشر په مشرۍ د کابینې غونډې په تدریجي او مرحله وار ډول د قرنطین کمولو طرحه تصویب نکړه
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې وشوه.
په دې غونډه کې لومړی، ولسمشر غني د کابینې د هغو غړو د کړنو قدرداني وکړه چې د کابینې د غړو په توګه یې دندې پای ته رسېدلې او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز ولسمشر دویم مرستیال ته دنده وسپارله چې د قاضي القضات، لوی څارنوال او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په همکارۍ، د اجرائیه، قضائیه او مقننه قوو د اړیکو د تنظیم پر څرنګوالي تمرکز وکړي او د کابینې غونډې ته یې وړاندې کړي.
دغه راز اشرف غني ټولو وزارتونو، دولتي ادارو او والیانو ته دنده وسپارله چې په اجرااتو کې پر روڼوالي او د فساد پر مخنیوي تمرکز وکړي څو د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې افغانستان د ژمنو راپور وړاندې کولو لپاره بشپړ تیاری ولري.
وروسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین غونډې ته په تدریجي او مرحله وار ډول د قرنطین کمولو طرحه وړاندې کړه چې د کابینې له لوري تصویب نشوه.
کابینې، عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ یاده طرحه په درېیو ورځو کې د عنوان، د بیاکتنې مراحلو او د مراحلو په محتویاتو کې د وضاحت او د کابینې د نورو غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او همداراز د عمل او عامه پوهاوي پلانونه ترتیب او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټې د فوق العاده غونډې له تایید وروسته راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رییس د کابینې د مخکنۍ غونډې د لارښوونې پر اساس، له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو د مرستو منظورۍ په موخه د اندازې (سقف) ټاکلو څرنګوالی غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د نړیوالو بنسټونو د مرستو د منظورۍ او استفادې په موخه وړاندیز شوی سقف له مالیې وزارت سره په تفاهم د وزیرانو د منظورۍ صلاحیت تر (۸۰) میلیونه افغانیو او کابینې د منظورۍ صلاحیت له (۸۰) میلیون څخه د زیاتو افغانیو تصویب کړ، وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د مالي مرستو د لګښتونو څرنګوالي او د جنسي مرستو د تحویلۍ ډول په اړه مالیې وزارت ته راپور ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن