Language

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وړاندیزونه

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) :د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په خپلو وړاندیزونو کې ویلي چې دې خبرو کې دې قربانیانو او عامو خلکو ته د ګډون زمینه برابره شي.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون له خوا د غبرګولي په ۱۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې مخامخ خبرې اترې او بین الافغاني مذاکرات به عدالت او خپلو حقونو ته د قربانيانو د لاسرسي او د هغوی د دردونو او تکليفونو د التيام د شرايطو برابرولو اړوند له سختو مسئلو سره مخامخ شي.

سرچینې زیاته کړې، دا موضوعات دقيقې ارزونې ته اړتيا لري او مخکې له مخکې هيڅ ډول ښکاره ځواب او اسانه پايله نه لري چې له لومړي سره په نظر کې ونيول شي.

کمېسیون ویلي، دا موضوعات د افغانستان د ډېرو خلکو لپاره ډېر مهم دي او په اړه به يې وروستی توافق، د هغې سولې څرنګوالی وټاکي، چې تمه يې کيږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې مسائلو اهميت ته په پام، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د قربانيانو د مسايلو اړوند په دې مرحله کې یو شمېر وړانديزونه لري، چې د بين الافغاني سولې د مذاکراتو په وروستیو مراحلو کې به کمېسيون له اړتيا سره سم د سولې د ټولو حقوق بشري اړخونو په اړه خپل مسلکي وړانديزونه په ليکلي ډول وړاندې کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون باور لري چې د مذاکراتو بهير بايد په هېواد کې د ګډون او مشورې له زاړه دود څخه په ګټې اخیستنې، د قربانيانو او عامو خلکو د ګډون زمينه په رسمي توګه برابره کړي. دا چاره کولای شي له مذاکراتو څخه د خلکو د ملاتړ د کچې زياتېدو او د مذاکراتو د پايلو د درک او ملاتړ لامل شي.

سرچینې زیاته کړې، همدا راز د خلکو د پراخ ګډون لپاره د فرصتونو رامنځته کول کولای شي د ښکېلو غاړو پاملرنه هغو کسانو ته واړوي چې دردونه او تکليفونه يې زغملي دي، په عين حال کې به د مذاکراتو د بهير د ښه والي لپاره نويو نظرونو او بحثونو ته لاره خلاصه کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون د مذاکراتو په بهير کې د بشر حقونو او د شخړې د قربانيانو په محور د خلکو او کارپوهانو د ګډون لپاره لاندې څلور حل لارې وړانديز کوي. د مذاکره کوونکو خواوو د غوښتنې په صورت کې، کمېسيون کولای شي د دې څلورو حل لارو د تطبيق لارې چارې او موډلونه هم وړاندې کړي.

۱. د مذاکرې له خواوو سره د قربانيانو مخامخ خبرې اترې/د قربانيانو شفاهي شهادتونه او روايتونه

بشري حقوقو کمېسیون ویلي، له ټول هېواد او د شخړې اړوند د بېلابېلو تاوتريخوالو يو شمېر قربانيان بايد وټاکل شي، چې د خپلو  تجربو  په اړه د مذکراتو له دواړو غاړو  سره مخامخ خبرې وکړي. د قربانيانو ټاکنه بايد د بې پرې او خپلواکو بنسټونو له خوا چې د مذاکره کوونکو اړخونو د توافق وړ وي له اسانچاريا سانچارو سره يوځای ترسره شي. د دې ليدنو موخه د مذاکره کوونکو غاړو د ټولو غړو لپاره د قربانيانو د موضوع د اهميت لا روښانه کول او په دې پروسه کې د قربانيانو د يو شمېر استازو د غږ رسول دي. دا اقدام  به خلکو ته و ښيي چې خواوې د جگړې د قربانيانو درد او تکليف ته ځواب ورکوونکي دي.

۲. د غوره شويو کارپوهانو له ډلې سره منظمې او پرله پسې مشورې

د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون وړانديز کوي چې د مذاکراتو غاړې، يوه فرعي کمېټه (جلا يا ګډه) جوړه کړي، څو د بشر حقونو د کارپوهانو له يوې ډلې سره، چې د بشر حقونو او مدني ټولنې له فعالانو څخه جوړه وي، په منظم ډول په ټاکل شويو وختونوکې ناستې ولري.

د دې ډلې غړي به د يو منصفانه مشورتي بهير له لارې د مدني ټولنې له غړيو څخه ټاکل کيږي. هغوی کولای شي خپل ليکلي وړانديزونه د مذاکره کوونکو فرعي کمېټې ته وړاندې او په هغو خاصو موضوعاتو کې چې د مذاکراتو په اجنډا کې راغلي وي د فرعي کمېټې د غړو پوښتنې ځواب کړي. د دې ډلې غړي بايد د ګډون او مشورې د زمينې د لا پراختيا لپاره  له خپلو لويو شبکو څخه نظريات او مرسته وغواړي.

سرچینې زیاته کړې، له فرعي کمېټې څخه تمه نه کيږي چې محرمانه اطلاعات شريک کړي، خو کمېټه کولای شي په کلي توګه معلومات وړاندې کړي او د هغو مواردو په اړه چې د خلکو نظرونه او باندني ليدلوري په کي  ګټور وي، له ډلې سره مشخصې پوښتنې شريکې کړي. مناسبه به وي چې د مذاکراتو د بهير چټکيا ته په کتو او په کې د بحث وړ موضوعاتو په نظر کې نيولو سره، د کارپوهانو د دې مشخصې ډلې او فرعي کمېټې ترمنځ په هرو دوو يا درېیو اوونيو کې يو ځل منظمې غونډې وشي.

۳. لیکلي  او کارپوهانه وړانديزونه:

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون ویلي، مدني ټولنې، نورو بنسټونو او خپلواکو کارپوهانو د مذاکراتو اړوند د ډېرو ننګونو په اړه مهم او رغوونکي نظريات وړاندې کړي دي.

دا بنسټونه او افراد بايد تشويق شي چې د مشخصو موضوعګانو په اړه لیکي وړانديزونه له ځانګړو او عملي حل لارو سره يا هم پاليسي (لکه د خسارې د جبران ميکانيزمونه يا له توافق وروسته د سیمې په کچه د روغې جوړې د پروسې د پر مخ  وړلو څرنګوالی) وړاندې کړي. دغه راز ممکن ده خواوې له کارپوهانو وغواړي چې په علني ګډه ناسته کې، ځانګړي وړانديزونه وکړي او يا هغو پوښتنو ته چې خواوې يې په اړه بحث کوي، ځواب ورکړي.

ممکن ده چې هر يو لوری په جلا توګه له کارپوهانو سره مشوره وکړي. په دې اړوند کېدای شي د سولې د پروسې له تسهيلوونکي څخه غوښتنه وشي چې د کارپوهانو د ناستو په تنظيم کې مرسته وکړي.

۴. سراسري افغانستان شموله مشوره

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون ویلي، د زمينې او شرايطو د مساعدوالي په صورت کې (له Covid-19 وروسته)، تر ټولو ښه انتخاب دا دی چې د قربانيانو يوه ملي مشورتي جرګه د قربانيانو د مسايلو، عدالت او مصالحې په اړه د بحث لپاره جوړه شي. مشورتي جرګه د تصميم نيونې صلاحيت نه لري او د قربانيانو د مسايلو د بېلابېلو اړخونو اړوند د بحث لپاره يو فرصت دی. سربېره پر دې، د مذاکرې ِغاړې بايد د عمومي نظرياتو، غبرګونونو او د خلکو د برداشتونو د ترلاسه کولو لپاره له شته شبکو، مدني ټولنې يا نورو ټولنيزو ډلو څخه ګټه واخلي.

کمېسیون زیاته کړې، همدا راز بايد له هغو ټولو ميکانيزمونو څخه ګټه واخستل شي، چې د اړيکو يا پرلیکه مشورې يا د مشخصو او هدفمندو ناستو د جوړولو لپاره شته  دي، څو سخت او مهم موضوعات په بحث کې شامل شي. دا هڅې بايد په بحثونو کې د متفاوتو افرادو او ډلو د ګډون زمينه برابره کړي، چې له شخړې څخه متضرر شوي دي او هغو ډلو ته چې معمولاً کم غوږ ورته نيول کيږي، ډېره پاملرنه وشي.  همدا راز له دې حل لارې څخه کولای شو د مذاکراتو د يو شمېر لومړنيو پايلو د توضيح او د بحثونو او د مذاکراتو لومړنيو پايلو ته د خلکو د غبرګون ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ښایي چې د مذاکرې خواوې به د داسې مشورو لپاره لازم وخت و نه لري، خو هغوی کولای شي د ملي مشورې په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي. همدا راز، د عمومي نظرياتو د ترلاسه کولو لپاره د خواوو د علاقې او ژمنتيا ښودنه هم مهم دي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، تړون لاسلیک شو، ددې تړون له مخې باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات او مخامخ خبرې پیل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لومړی شرط د بندیانو خوشې کول وو، که څه هم په لومړیو کې دا کار وځنډېدو خو په دې وروستیو کې تیز شوی او د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې چې په راتلونکو دوو اوونیو کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.